روهي ( څلور نۍ/ ۹ د مرغومي)، کونړ کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پیازو او کچالو ۸۰ سړې خونې جوړې شوې.
د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه ادره وایي دغه سړې خونې د بزګرانو په لس سلنې ونډې د کونړ مرکز او ولسوالیو کې جوړې شوې چې هره یوه سړه خونه د اتلس ټنه کچالو او پیازو ساتلو ظرفیت لري.
د کونړ والي محمد اقبال سعید د کرنیز سکتور پیاوړتیا د هېوادوالو ځانبسیاینې په برخه کې مهم بولي او ډاډ یې څرګند کړ، چې یاد ولایت کې به د کرنیزو توکو پیاوړتیا او د بزګرانو اقتصادي ودې لپاره ګټور پروګرامونه پلي کړي.
وروستي