د زرغون رنګ ارواه پوهنه؛ کوم کسان دا رنګ خوښوي؟

د زرغون رنګ ارواه پوهنه؛ کوم کسان دا رنګ خوښوي؟

په نړۍ کې بېلابېل رنګونه شتون لري. دا بېلابېل رنګونه د بېلابېلو ترکیبونو او د بېلابېلو مفهومونو څخه نماینده ګي کوي. د اروا پوهنې له نظره هر رنګ له ځانه سره بېل مفهوم لري او هغه کسان چې دا رنګونه خوښوی هغوی هم د بېلابېلو شخصیتونو درلودوونکي دي. مونږ کولای شو چې د یو انسان شخصیت د هغوی د خوښې رنګ څخه مالوم کړو او پرې پوه شو. د ټولو رنګونو له ډلې څخه نن د زرغون رنګ په هکله مالومات درکوم.
 
ـ زرغون رنګ د تعادل او د توافق مفهوم لري او کومه انرژي چې مونږ له لاسه ورکړي ده هغه بېرته مونږ ته تأمین کوي، هغه ارامه فضا مونږ ته برابروي چې د مدرن او یو نواخت ژوند څخه ډېر لېرې وي او د مونږ ذهنیت ارامښت ته رسوي.

ـ د زرغون رنګ د معني له حیثه د ودې، دوهم زېږون او د تجدید مانا لري. د زړه او ذهن ترمنځ تعادل ساتي، انسان ته د خپل د شاو خوا د خوښولو او د مثبتې انګېزې قدرت راکوي.

ـ هغه کسان چې زرغون رنګ خوښوي، هغوی د ټولنې سره او نورو سره مرسته کول خوښوي، ډېر اجتماعي خلک دي، په خیریه موسساتو کې دنده خوښوي، مثبت ګرا خلک دي، ډېر سخي او ارامښت ورکوونکي خلک دي چې په نورو رنګونو کې دا خواص لږ لېدل کېږي.

ـ دا کسان عادل او مهربانه وی، درناوی ډېر خوښوي، په اخلاقو سمبال او د نورو سره په عادلانه توګه رفتار او سلوک کول ستاسو د خواصو مهم اړخ دی.