دغه کړنې ستاسو مېرمنې تاسو خوا ته جذبوي
نارېنه وایي چې د مېرمنو نړۍ عجیبه ده او د دوی په خواصو او غوښتنو ځان پوهول ډېر ستونزمن دي، خو د دې لېکنې په لوستلو سره نور دا پوښتنې ستاسو ذهن کې بې ځوابه او عجیب نه ښکاري، د دې له پاره چې یو سالم ژوند د خپلې مېرمنې سره ولرئ دا ټکې په نظر کې ونېسی، راځئ چې په ګډه سره یې ولولو.
ـ د هغوی خبرو او احساساتو ته ارزښت ورکړئ، کوم ژوند چې ستاسو مېرمنې مخکې له واده څخه لري اجازه ورکړئ چې په هغو کې جبرا بدلون را نه وړئ او هغه تاسو سره د خپل واقعي شخصیت په ډول ووسي. کله چې هغوی تاسو سره خپل احساسات او یا هم ورځنۍ خبرې شریکوي په غور او دقت سره ورته غوږ ونېسئ او هغوی ته دا احساس ورکړې چې ستاسو ټول فکر د دوی خبرو ته دی. دا کار د دې لامل کېږي چې هغوی په تاسو باندې باور ووکړي او تاسو ته دروغ ونه وايي او خپلې هر ډول ستونزي تاسو سره په اسانۍ شریکې کړي او که چېرې تاسو د هغوی احساساتو ته د درناوي په سترګه وګورې، نو مطمئن اوسئ چې د هغوی په نظر کې له تاسو څخه څوک لوړ نه دي.
ـ ستاسو مېنه هغوی ته بسنه کوي، یوې مېرمنې ته د عواطفو او احساساتو څخه اړین په ژوند کې نور هېڅ نه ديؤ که دا ارتباط د کورنۍ سره وي او یا که د خاوند سره وي، په دواړو صورتونو کې احساسات په لومړۍ درجه کې وي، نو که چېرې ستاسو مېرمن تاسو غواړي فاصله واخلي او د بېلتون قصد لري، تاسو د هغوی د راضي کولو له پاره هېڅکله هم لاس مه اخلئ، ځکه چې هغوی په اصل کې تاسو ته ډېر ارزښت درکوي او تاسو نه یوازې د مېنې او هغوی ته د ارزښت ورکولو تمه لري.
ـ خپلې ستونزي د هغوی سره مه اوږدوئ، کله چې تاسو د هغوی سره په کومه مسله کې شخړه کوی، نو ډېر یې مه اوږدوئ ځکه چې ستاسو او د هغوی تر منځ د فاصلې لامل ګرځي. یوازیني هدف د مېرمنو د ارامښت لاس ته راوړل دي، که چېرې تاسو دا ارامښت هغوی ته ورکړئ نو هغوی به په دایمي ډول ستاسو سره هر ډول ستونزي وزغمي.
ـ هغوی ته وخت ورکړئ چې خپل افکار او انتقادات ستاسو په وړاندې به سادګۍ او په اسانۍ ووایي، مېرمنې تل خپل احساسات او خبری په اسانۍ سره بیانوي نسبت نارېنه وو ته او هېڅ خبره په خپل زړه کې نه پرېږدي. هغوی کولای شي یو بیګانه سره هم ډېر په اساني خپلې خبرې شرېکې کړي، نو هغوی یوازې یو رازدار ته اړتیا لري دا چې په کومه څېره یې پیدا کوي اړینه نه ده، خو د خپل خاوند نه توقع لري د هغوی ټولو خبرو ته په سړه سینه غوږ ونېسې او رازداري ورسره وکړي.
وروستي