د هګیو خوراک ګټه لري که ضرر؟

د هګیو خوراک ګټه لري که ضرر؟
د هګیو خوراک او د هغې ګټې د هغوی د پخلي په ډول پورې اړه لري، ځکه چې کله هګۍ اېشول کېږي د ضروري موادو اغېز ډېر وي نسبت هغه ډول پخولو ته چې په غوړیو کې پخېږي. د هر ډول موادو څخه ګټه اخېستل او یا هم د خوړو څخه ګټه اخېستل په مشخصو دفعاتو او په مناسبو اندازو اړین دي، تر څو مفید اغېز وکړي. که چېرې د سهار له خوا هګۍ وخوړل شي نو د اضافه وزن د کمېدو لامل ګرځي. دا چې د هګیو د مغذي موادو او د ګټو په هکله پوه شو نو دا لېکنه هرو مرو ولولئ.
 
ـ کومه هګۍ چې اېشول کېږي هغه ډېرې ګټې لري د هغو له ډلې څخه، ويټامین آ ۶٪، ویټامین بي ۵٪، ویتامین بي ۱۵  ۲٪، فاسفورس ۹٪، سیلنیوم ۲۲٪ او داسې نور...
 
همدارنګه هګۍ د ویټامین اي، ويټامین کي، ویټآمین بي۶، کلسیم، چې ۷۷کالري انرژي، ۶ ګرامه پروتئن او ۵ ګرامه لېپېډ لري. په اصل کې هګۍ د پوره مغذي موادو خوړو څخه حساب کېږي. د ډېرو کلسترول لروونکو موادو څخه شمېرل کېږي، خو د وېنې د کلسترول په کچې باندې کوم اغېز نه لري.

هګۍ د مکمل پروتئن درلودوونکي خوړو په حیث باندې پېژندل کېږي. کوم ویټامینونه او ضروري مواد چې مونږ نه شو کولای په خپل بدن کې جوړ کړو، نو ضرور دي چې هغه د خپلو ورځنیو خوړو څخه لاس ته راوړو، چې هګۍ هم یو له هغو غذایي موادو څخه شمېرل کېږي چې په ورځنيو خوړو کې د ډېرو مهمو ویټامینونو  د پوره کولو له پاره د بدن مهمه برخه ګڼل کېږي.
 
ـ هګۍ یو مهم ویټامین چې ویټامین آ دی لري، د ویټامین آ کمبود د سترګو د نه لېد او یا هم د ضعیفوالي لامل ګرځي، خو د هګیو مناسب مقدار ګټه اخېستلو سره کولای شو چې د سترګو د ډېریو ناروغیو څخه مخنېوی وکړو.

نو د هګیو خوراک په خپل ورځنیو خوراکونو له ډلې څخه وګرځوی، خو د هګیو ډېر خوراک د بدن د بد بوی لامل هم ګرځي.