د انګلېسي ژبې دغه اووه لغاتونه د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې په مختلفو بڼو تلفظ کيږي او د هغه سيمه ييز ژبو اغېر پر پروت دی، چې خلک پرې خبرې کوي. دلته د دغه کلمو د تلفظ سمه بڼه درته لېکو.
۱- foucs: تمرکز کول. دغه کلمه (فوو-کِس) تلفظ کيږي. ناسم تلفظ یې (فوکاس) دی.
۲- develop: پرمختګ کول. سم تلفظ یې (ډېوَ لپ) دی. ځيني کسان یې (ډېوولوپ) تلفظ کوي.
۳- identify: څرګندول، مشخص کول. دغه کلمه ځيني کسان (اي-ډېنټفای) تلفظ کوي، يانې لومړی i د e په غږ تلفظ کوي، حال دا چې سم تلفظ یې (ای-ډېنټفای) دی.
۴- mutiple: زيات، يو څو. دا کلمه هم ډېر ځلې (مول-ټېپل) تلفظ کيږي، خو سم تلفظ یې په وو نه بلکې په الف سره دی، (مَل- ټېپل) دی.
۵- says: د says جمع حالت. وروستی s یې په z سره تلفظ کيږي. لکه sez.
۶- determine: تعين کول: وروستۍ برخه mine یې (مای-ن) نه بلکې (مېن) تلفظ کيږي.
۷- puchase: اخېستل، رانېول: د دغه کلمې وروستي دوه توري se دي او عمومي فر داسې دی چې د کلمې په اخېر کې se د انګلېسي په z توري سره تلفظ کيږي، خو دغه کلمه کې یې بيا تلفظ په s سره دی، نه په z سره.
وروستي