د مڼې اوبه د سرطان څخه مخنېوی کوي؟

د مڼې اوبه د سرطان څخه مخنېوی کوي؟
مڼه د زړه د ساتوونکي به حیث پېژندل کېږي، خو مڼه ګڼ شمېر نورې ګټې هم لري، لکه د اسما د ناروغۍ څخه مخنېوی کوي، د ځېکر پاک کول، د کلسټرول د کچې ټېټول، د هډوکو ساتنه او داسې نورې ګټې چې په ګټه سره به یې ولولو.

ـ د مڼې د اوبو ارزښت د مغذي موادو په توګه، مڼه د ویټامین سي، ويټامین بي، مګنیزیم، اوسپنه، کلسیم او مس پع درلودلو سره یوه بډای مغذي میوه ګڼل کېږي. د مڼو په یو ګېلاس اوبو کې ۱۰  فېصده کاربوهایدرېت شتون لري. د ورځې یو ګېلاس د مڼې د اوبو په څښلو سره د مګنیزیم ۷٪ ضرورت پوره کېږي.

ـ د زړه د روغتیا پرمختګ  د مڼې د اوبو سره تأمین کړی، مڼه د انتي اکسېدانت په درلودلو سره د زړه د روغتیا له پاره په ډېره کچه ګټه لري، که چېرې تاسو د ورځې یو ګېلاس د  مڼې اوبه وڅښئ، نو تاسو به یو سالم زړه ولری.
 
ـ  د اسما د ناروغۍ څخه مخنېوی کوي، دا یو ډېر اړین خواص د مڼې دی، چې د فلانوئید په درلودلو سره د اسما د حملو څخه مخنېوی کوي. سر بېره پر دې، فلانوئيد د سږو په قوي کولو کې هم اړین رول لري. هغه کسان چې د ورځې او به دوامدار ډول د مڼې د اوبو څیخه ګټه اخلې سږي یې ډېر سالم دي نسبت هغه کسانو ته چې د مڼې د اوبو څخه کار نه اخلي.
 
ـ  د کلسټرول د کچې ټېټول، د مڼې د اوبو د نورو ګټو تر څنګ یوه بله اړینه ګټه یې د کلسترول د کچې ټېټول دي. د زړه د عروقي ناروغیو یو له اصلي لاملونو څخه د کلسټرول د کچې ډېروالی دی. تاسو کولای شی چې د مڼې په خوړلو او یا هم د مڼې د اوبو په څښلو سره د خطرناکو ناروغیو څخه ځان وساتئ.
 

ـ د هډوکو د پیاوړتیا له پاره، مڼه د ویټامین سي، بورون او د اوسپنې په درلودلو سره  د قوي او سالم هدوکو لامل ګرځي.

ـ د سرطان د ناروغۍ  څخه مخنېوی، د مڼې اوبه یو غوره مدافع د تومور او سرطان په وړاندې ده، په ځانګړي توګه د سږي د سرطان به وړاندې. ویل کېږي چې فلانوئید او فنولیک اسیدونه د سرطان او د تومورونو د پرمختللي شکل څخه مخنېوی کوي او دا دواړه مواد په مڼه کې ډېر په اساني لاس ته راوړئ شی.