ما زده  کړل  

ما زده کړل 
چې مرګ د بڼو نه هم نږدې دی نو د هر چا نه مې خپله طمع پرې کړه او د خپل ژوند په جوړولو بوخته شوم.

ما زده کړل 
چې هر څوک د باور وړ نه دی د انسان  د ناهیلیتوب ستر لامل بې ځایه باورونه دي ، د باور په کولو کې مې دقت وکړ او د ناهیلۍ هر ور مې وتړه ځکه همدې بلا زما د پرمختګ مخه نیوله.

ما زده کړل 
چې د  ښه ژوند کولو له پاره  اړیکې څومره ارزښتمني دي نو زه باید  خپل ژوند د مور پلار خویندې ورونو او  رښتینو ملګرو په شتون ښکلی کړم.

ما زده کړل 
چې د ملګرو سره ناسته ولاړه ما ډېره اغېزمنوي نو تل مې هڅه کوله چې د ملګرتیا له پاره مثبت فکر لرونکي  کسان وټاکم داسې کسان وي چې شتون یې زما له پاره ستر ویاړ وي زه له هغو یو څه زده کړم او هغوی له ما،زه د هغو په ژوند کې د یو څراغ مثال ولرم او هغوی زما. 

ما زده کړل 
چې په ژوند کې ارزښت لرل څومره اړین دي ارزښتونوته مې پام وکړ هغه کسانو سره مې اړیکې لا ټینګې کړې چې زما له پاره ډېر ارزښتناک وو او له هغه کسانونه لرې شوم چې ماته اضافي ښکاره کېدل.

ما زده کړل 
چې مینه او ملګرتیا دوه بېل بعدونه دي ددې دواړو بریدونه مې ځانته مشخص کړل او هیڅکلاً مې خپل ملګرو ته د خپل مین په سترګه ونه کتل نه ماته شوم نه ناهیلې شوم یوه بله ګټه چې مې وکړه هغه داوه چې مرستیالان مې پیدا کړل اوس ډاډه یم چې کله هم له پښو ولوېږم نو هغوی به مې له خاورو پورته کړي. 

ما زده کړل 
چې کومې ورځې تېرېږي بیرته  نه راګرځي د هر فرصت نه مې ګټه واخیسته ګیله کول مې پرېښودل د شته وو نعمتونو په شتون مې شکرګزاري وکړه خدای ج  د بریا داسې موقعې مساعدې کړې چې ما یې سوچ هم نه وو کړی.

ما زده کړل 
چې هر څیز د ګټه اخیستنې مثبتې او منفې لورې او ځانګړي اصول لري کله چې د فیسبوک مجازي نړۍ  ته راغلم لومړی مې یې د کارونې اصول زده کړل وروسته مې پریکړه وکړه چې څرنګه کولای شم ورنه مثبته ګټه واخلم ورځ یې راغله چې ما د"فیسبوک زما ښوونکي "په نامه  یوه لیکنه وکړه دا یې حق وو چې ما ترې ډېر څه زده کړل او همدې لارې نه ډېرو رانه زده کړل هم یې زده کوم هم یې زده کوي زه مې ددې مجازي ملګري په شتون هم ویاړم ما ته یې ثابته کړه شتون یې زما په ژوند کې اضافي نه دی ددې لارې مې ډېرو پرمختګونو کیلي (کلید)لاسته راوړې او په  راتلوونکي کې به یې هم لاسته راوړم ان شاءالله. 

 او ما زده کړل 
چې کله د علم تندې واخیستې او د خړوبولو له پاره یې  د علم سیند  ته لاړ شې نو دده سیند اوبه دومره خوږې دي چې هر څومره یې وڅښې تنده دې نه ماتېږي او داسې فکر کوې چې  یوه څاڅکې مې هم ترینه نه ده څښلې کله چې ددې اوبو خوند وګورې نو خپل د هرې نیکمرغۍ تصویر  درته په همدې  کې ښکاري او هیڅکلاً بیا  بې ځایه سوچونو، منفي فکرونو و خبرو و اندیښنو ته وخت نه لرې ...