د سبا په لټه 

سبا هغه نوم چې ټول یې پېژني  او د راتګ له پاره یې لېواله وي حتی تر دې چې کوچنیان هم ورته خپل ارمانونه  لري.

ټول یې په لټه کې دي هره خوا ورپسې درومي خو په لاس یې نه ورځي ځکه د سبا لوری څرګند نه دی  او خپله  وګړي هم نه پوهېږي چې کومې خواته یې ولټوي ټول د یو ناڅرګند څیز لټولو پسې سرګردانه دي.

د سبا راتګ هم په هر چا ډول ډول دی ټول وګړي د یو ډول سبا درلودونکي نه دي په چا تورتم راولي و په چا اختر،  په ځینو د غم ټغر غوړوي  او ځیني په خندا خندا کولو  ستړي کوي د چا ډېرې هیلې د یو سبا په راتګ پوره کېږي او په چا د  هغه د ارمانونو  د پوره کېدلو سبا هیڅکله هم نه راځي  د ځینو هیلې داسې روزي  لکه غوټۍ چې د ګل په غېږ کې په مینه مینه لوییږي او د ځینو هیلو ته بیا هدېرې جوړوي بس دا سبا دی نو  چې هر وخت ځان په بېلابېلو څهرو کې وګړو ته ښایي خو سربېره پر دې ښیګڼو و بد ګڼو بیا یې هم راتګ ته ټول په تمه وي که یو سبا راشي د بل سبا په لټه وي او که بل سبا راشي نو د بل سبا همداسې  دا لړۍ  د ژوند ترپایه پورې ادامه لري   هغه څه چې تېرېږي هغه زمونږ د ژوند ورځې و شپې دي ټول ژوند مو د هغه سبا د راتګ په هیلې تېرېږي کوم ته چې مونږ خپل ټول ارمانونه پریښي وي مونږ داسې ګمان کوو چې هغه سبا به کوم ځانګړې ورځ وي چې ټول په کې نېکمرغه کېږو ځکه مو ورته خپله هره لویه و وړه هیله پریښې  او تل همدا وایو چې سبا به مو دا هیله پوره کېږي سبا به بدلون کوو سبا به رښتینی ژوند پیلوو سبا به خپلو هیلو ته د رسېدلو له پاره  یو ګام پورته کوو سبا به  ښیګڼې کول پیلوو سبا به....

خو دا مو هیر دي چې د سبا نوم یوه دوکه ده چې په ویلو ویلو یې مونږ ځان تیر باسو همدا نن همغه سبا دی چې تاسې یې په لټه کې یاست همدا اوس ودرېږئ او خپلو هیلو لاسته راوړلو له پاره ګامونه واخلئ  هسې نه چې بیا داسې ورځ راشي چې سبا وي خو تاسې به نه یاست ...