د قلم ژړا 

 چاته وژاړم، چاته ګیلې وکړم او چاته مې دا  خپل   ډک زړه خالي  کړم زه به دوی څنګه وپوهوم او   څنګه ورته ووایم چې هی!  ماسره مینه وکړئ زه تاسو سره د مینې کولو له پاره راغلی یم ولې مانه لرې تښتئ؟    زه غواړم د نورو په څیر دغه ملت ته هم سوکالي  راولم زه  یوازې د خپلو ګټو د  خوندي کولو و شخصي  اغراضو د بشپړولو  له پاره نه یم هست شوی،  زه په هر حال کې ستاسو خیر غواړم ما د  خپل ځان  د کارونې واک د ستاسو په  لاس کې درکړ تر څو تاسې هم د نورو په څیر ما په اغیزمنه بڼه وکاروئ و تیارو نه ووځئ په ځنګل کې د ګلانو و د اغزو په توپیرونو پوه شئ  خپله  بیه مې تر آخرینې کچې ټیټه راوسته تر څو  چې هر وګړی یې واخیستلای شي  ځکه تاسې غریب یې او زه هم یو  غریب پروره یم  دستاسو د مینې لاسته راوړلو له پاره  مې ډیرې هلي ځلې  وکړې  ځان  مې په رنګه رنګه رنګونو و پوښونو کې وپوښوه، په ښکلو ښکلو ډیزاینونو  کې بازار  ته  راغلم  په هره هټۍ کې مې ځانته ځای ونیوه تر څو چې دوی په ما پسې چیرې هم سرګردانه نه شي ما تاسو ته ځان بې کچې نږدې کړ خو  تاسې کله هم زما د مینې احساس ونه کړ و په ارزښت مې پوه نه شوئ،   که پوه شوئ نو  یوازې د خپل ځان د ښېرازۍ له پاره لګیا شولئ.

 زه نه پوهېږم چې زما ګناه څه ده ولې مې    د افغان په ځمکه کې په ډېرو  قدر  نشته ځیني مې له شوق نه دوه ټوټې کوي خپل ځواک زما  په ماتولو ازمایي ، ځیني مې  خوله  کې له ژاولې غوندې ژوي ځیني  له مانه د بوټانو  د رنګولو په  وخت کې ګټه اخلي و سر تر پایه مې مخ توروي  خو کېدای شي زما  د ښه نیت سزا همدا  وي ځکه ما لیدلي د هر چا فکر، نیت و موخې  چې د افغانانو د پرمختګ له پاره وي   مخ یې  خامخا تورېږي.
  زه د نړۍ د پرمختګ لامل یم دلته خو زما له ځانه  بیخي کرکه کېږي زه فکر کوم چې تاسې بیا په غلطه لاره روان یاست  تاسې پر ځای ددې چې د توکو ناوړو ګټه اخیستونکو څخه کرکه وکړئ  د توکو نه کرکه کوئ  لکه د ځینو سیاسونو پر ځای سیاست نه بده وړئ ،  د ځینو بې تعلیمه کسانو پرځای د  تعلیم نه کرکه کوئ د موبایل د ناوړو ګټه اخیستونکو پر ځای د موبایل نه کرکه کوئ یا .... 

 خو ای! دا واورئ ! زه ستاسو د کرکې وړ  نه یم ما خو وویل چې زه ستاسو په واک  یم چې په هره لاره مې کاروئ، زه دا منم چې دلته  زما په مرسته د   ځینو نا  اهلو کسانو  له امله د ډېرو  پرمختګونو ور تړل شوی دی ډېرې فتنې خپرې شوي  دي  چا پر ما د ګندمک معاهده لاسلیک کړه چا  راباندې غیرقانوني تړونونه وتړل او چا هم زما په مرسته  خپل جوړ شوي کورونه وران کړل ډېرو د فسادونو د جوړولو له پاره وکارولم  حال دا چې ما غوښتل ستاسو ذهنیت پراخه کړم  او د فساد جرړې له منځه یوسم.

  تاسې  له ما نه، نه،  بلکې له هغو کسانو نه کرکه وکړئ چې د  توکو  په سم استعمال نه پوهېږي او یا پوهېږی د خپلو ګټو له پاره یې په منفي بڼه کاروي د همدی کسانو له امله ده چې نن ډیر کسان په دې عقیده دي چې هېواد  د بې سوادانو نه  باسوادانو ډېر ویجاړ  کړ خو ای  ګرانو!  سواد تل یوازې یو  تحصیلي مدرک نه دی  بلکې یو مثبت  بدلون    دی چې د وخت په تېرېدلو سره د انسان په کړنو کې څرګندېږي نو هغه کسان چې تش  اسناد  لري  دا مانا نه لري چې هغوی پوه دي و د قلم خاوندانو په ډله کې یې وشمېرئ،  اوه!  څه مې وویل: 
"د قلم خاوندان"   یعنې هغه  څوک چې ما لري  زما د لرلو مانا  یوازې په جیب کې   یا د ستاسو د زړه  په سر کې  د اوسېدلو ځای نه دی  بلکې  زه باید  د ستاسو د  زړه په  منځ کې   ووسم  اوس هم ناوخته نه ده زما لاس ونیسئ زه به ستاسو ملتیا وکړم له ما نه غېږ تاوه کړئ مینه راکړئ زه به مو هم  د نیکمرغیو په هارونو ولمانځم زه بد نه یم  هیڅ پوهه بده نه ده  هغه کسان بد دي چې په بده لاره یې کاروي  زه د مینې وړ یم ماسره مینه وکړئ  ...