د نړۍ له هېوادنو سره بلد شئ؛ الجزاير 

په عربي ژبه یې نوم  الجزایر دی، په انګلېسي Algiers لېکل کيږي. د نوم يوه رېښه یې د فرانسوي ژبې Alger کلمې ته رسيږي او د عربي ژبې رېښه یې له الجزایر اخېستل شوې چې د جزيرې يا ټاپو جمع ده. که انګلېسي ژبې ته دغه کلمه وژباړ شي نو بيا یې مانا The Islands کيږي. په تېر وخت کې په ياده سيمه کې د Jazaʾir Banī Mazghanna جزائر بني مزغانة په نوم ستر ټاپوګانو وو، چې وروسته ورڅخه د الجزاير هېواد جوړ او تر نن ورځې په همدې نوم ياديږي. د اوسني الجزاير بنسټګر  بلكين بن زيري Buluggin ibn Ziri په ۹۷۱ز کال کې اېښی دی او هلته یې حکومت جوړ کړ. دغه هېواد د تاريخ په اوږدو کې د عثماني امپراتورۍ او ورپسې د فرانسې تر استعمار لاندې راغی؛ ۱۹۶۲ز کال کې یې له فرانسې خپلواکي واخېسته او د ملګرو ملتونو غړی هېواد هم شو. 

پراخوالی او وګړي: 
د الجزاير هېواد په شمالي افريقا کې پروت دی. لېبيا، تونس، موريتانيه، نيګر، مالي او مراکش د الجزاير ګاونډ هېواد دی. د الجزاير خاوره پراخه ده، څه د پاسه دوه مېلېونه کيلو متره مربع پراخوالی لري او د خاورې پر بنسټ د نړۍ لسم تر ټولو ستر هېواد دی. الجزاير ۴۴ مېلېونه وګړي لري. ۹۹ سلنه وګړي یې مسلمانان، د حکومت رسمي دين یې هم د اسلام مبارک دين دی؛ يوازې يو سلنه وګړي یې عيسويان او يهود دي. په قومي جوړښت العرب او البربر‎ يا Arab-Berber قوم د ۹۹ سلنه وګړو په شتون غوڅ اکثريت دی. العرب او البربر‎ يو ستر قوم دی؛ چې د عربانو او بربرانو جوړ دی؛ ټول نفوس یې ۹۰ مېلېونه دي، چې ډېری یې د شمال افريقا په هېوادونو کې وسي. دغه قوم خلک  مسلمانان دي چې ځيني یې په عربي او ځيني نور یې په بېلا بېلو افريقايي ژبو غږيږي. الجزاير هم دوه رسمي ژبې لري چې عربي او بربري دي. 

حکومت او سیاست یې: 
د الجزاير د حکومت ډول نيمه ولسمشريز يا semi-presidential دی، د حکومت په دې ډول کې ولسمشر او لومړی وزير دواړه شتون لري؛ د دولت مشر ولسمشر وي، د خلکو په رايو ټاکل کيږي، خو بيا اجرائيه ځواک د لومړي وزير په لاس کې وي او لومړی وزير د پارلمان پر وړاندې مسوول وي. د الجزاير ولسمشر د افغانستان د ولسمشر په څېر صلاحيتونه لري، د دولت مشر، د وسله وال پوځ علی سر قومندان وي، خو توپير په دې کې دی، چې د الجزاير ولسمشر د حکومت مشر نه وي، بلکې د حکومت چارې تر ډېره لومړی وزير سمبالوي. عبد المجيد تبون‎ تېر کال د دغه هېواد ولسمشر ټاکل شوی او تر نن په واک کې دی. احمد بن بلة د الجزاير له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد ولسمشر پاتې شوی، نوموړی د الجزاير لومړی ولسمشر او يوازې دوه کاله حکومت یې وکړ.  د الجزاير د حکومت رسمي نوم د الجزاير د خلکو ديموکراتيک جمهوريت يا People's Democratic Republic of Algeria دی. د الجزایر ښار  چې په انګلېسي Algiers لېکل کيږي د الجزاير پلازمېنه ده. د الجزاير هېواد اسرتئيل په رسميت نه پېژني، فلسطين سره ستره خواږي او ملاتړ لري، په نېږدې اسياسي هېوادونو کې یې پاکستان سره اړيکې غښتلي دي، خو افغانستان او الجزاير کومې اړيکې سره نه ساتي. 

پوځي او اقتصادي وړتياوې: 
الجزاير يو نيم لک فعال او يو نيم لک تيارسی پوځ لري. له ۱۹ کلنۍ بيا تر ۳۰ کلنۍ د الجزاير هره نارينه وګړی اړ دی، چې ۱۲ مياشتې پوځ کې د خدمت اجباري موده تېره کړي. د خپلې ملي بوديجې ۴ سلنه په پوځ لګوي، په شمال افريقا کې د الجزاير پوځ دويم تر ټولو ستر پوځ دی. الجزاير د خپل پوځ د اړتيا وړ وسلې او مهمات له روسیې رانيسي؛ د روسیې او الجزاير دغه اړيکه د امريکا نه خوښيږي. د الجزاير هېواد اقتصادمخ پر وړاندې روان دی؛ تيل او طعبيي ګاز یې ستر صادرات دي، نو ډېر څېزونه رانيسي، هسپنايه، امريکا، اېټاليا، ترکيه، برازيل او فرانسه او جرمني یې سوداګريز ملګري هېوادونه دي. د الجزير ملي پيسې الجزايری دينار نوميږي، چې يوه افغانۍ نېږدې دوه الجزايری ديناره کيږي. الجزاير کې غربت لوړ دی، نېږدې ۱۴ مېلېونه وګړي یا د ټول نفوس درېیمه برخه یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. 

د الجزاير په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- د شمالي او سويلي سوډان له تجزیې وروسته، اوس مهال الجزاير په افريقا لويه وچه کې د پراخوالي پر اساس تر ټولو ستر هېواد دی. 
۲- د افريقا لویې وچې  مشهوره صحرا په نوم سترې  دښتې ډېره برخه په الجزاير هېواد کې پرته ده. 
۳- د افريقا خونړۍ کورنۍ جګړې د دغه هېواد يو مېلېونه وګړي ووژل. 
۴- ګېدړه د الجزاير هېواد ملي ژوی دی. 
۵- په الجزاير د فرانسې د يرغل او استعمار اغېز تر اوسه  شته، د دغه هېواد د خلکو په کلتور کې يوه ستره برخه کې  د فرانسې د کلتور ده.