ارګ: عبدالله عبدالله ولسمشر غني ته د مصالحې عالي شورا د تیرې ورځې د ناستې راپور ورکړ

روهي (يوه نۍ/۷ د مرغومي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ناسته کړې. دغه ناسته د بين الافغاني خبرو د سولې پر بهیر خبرې شوې. 

په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، ډاکتر عبدالله عبدالله جمهوررئیس غني ته د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمې ناستې راپور ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د مذاکراتو راتلونکي پړاو پر موقعیت او وخت هم بحث وشو. 

جمهوررئیس وویل، د افغانستان حکومت به د افغانستان د سولې پروسې ملاتړي ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسي."
 
د يادونې ده، چې تېره ورځ د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ، د مصالحې عالي شورا دويمه ناسته د هېواد د سیاسي څېرو په شتون کې، کابل کې ترسره شوه.