ولسمشر: د عامې روغتیا عمومي پروګرام چې د راتلونکو لس کلونو د اړتیا ځوابویونکي وي بشپړه کیدو په حال کې ده

روهي ( یوه نۍ / ۲ د وري )،ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې له یو شمېر ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو سره د هیواد لومړۍ مېرمن دفتر له لوري د نوي کال پروګرام کې ګډون او وینا کړي.
 
د ارګ مطبوعاتي دفتر رسنیو ته لیږلي خبرپاڼه کې ویلي په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د هیواد لومړۍ مېرمن رولا (بي بي ګل) د ۱۴۰۰ نوي لمریز کال او نوې پېړۍ د مبارکۍ پر مهال هیله څرګنده کړه چې نوی کال په هیواد کې د خلوص، ورورګلوۍ، تلپاتې او باعزته سولې کال اوسي.
 
 

وړاندې بیان کې راغلي د هیواد جمهوررئیس د وسله وال پوځ طبي پرسونل چې شپه او ورځ د هیواد د اتلانو خدمت کوي او د کابل ښاروالۍ او ولایت منسوبینو د زیار او هڅو مننه وکړه وې ویل، روغتیا سکتور اوس تحرک ته چمتو دی. 
 
ولسمشر په خپلو خبرو کې ویلي د عامې روغتیا عمومي برنامه چې د راتلونکو لسو کلونو د اړتیاو ځوابویونکي وي، د نهایي کېدو په حال کې ده.