د حمل لرونکو ميرمنو لپاره اړينې خبرې

د داون سندروم د تشخیص له پاره ځېنې ازمایشات دي چې د حمل نه وروسته کېږي او ځېنې د حمل په جریان کې دي، خو ځېنې داسې تستونه هم شته چې د حمل په لومړیو کې هم کولای شو سرته ورسوو، چې دا تستونه په ننۍ لېکنه لولئ.

ـ د سکریننګ تست، دا تست یو احتمالي تست دی او په قطعي ډول سره نشې کولای د ماشوم د ناروغ اوسېدلو او یا هم نه اوسېدلو نتیجه تاسو ته درکړي، خو بیا هم دا تست د ټولو مېندو له پاره د حمل به الومړیو ۳ میاشتو کې ډاکټران توصیه کوي.
 
د سکریننګ تست په لومړیو دریو میاشتوکې، دا تست دوه مرحلې لري، لومړۍ د وېنې تست کې د دوه ډولو پروتئنو مالومول. دوهم ډول یې هم د سونوګرافي معاینه ده د ماشوم د اورمېږ د لېدلو له پاره. نوموړي معاینات د حمل په ۱۱او ۱۴ اونۍ کې ترسره کېږي.

ـ د کوډ معاینات، دا تست د مور  د وېنې معاینات دي، چې معمولا د ۴ ډولو موادو مغز، د وېنې، نخاعي مایع او امنیوتیک مایع څخه تست تر سره کېږي، چې دغه معاینات د ۱۵-۲۰ اونۍ په منځ کې تر سره کېږي.

ـ ترېپل تست، دا تست د ۱۶- ۱۸ اونۍ په جریان کې ترسره کېږي. نوموړي معاینات کې ۳ ډوله موادو څخه الفا فتو پروتئن  د جنین په واسطه تولید کېږي، ګنادو تروپئن د انسان جوړه او استروئل چې د ښخېنه وو  په بدن خصوصا د حمل په دوران کې یو اړین هورمون دی، چې د پېروي او یا هم د  مور د جوړې څخه تولید کېږي. د معایناتو د نتایجو له پاره د مور قومیت، سن او وزن هم اړین نېسي.
 
کله چې پورتنې تستونه مثبت وي د داون سندروم له پاره ، نو د مور او جنین له پاره ځېنې نور تستونه او معاینات پیشنهاد کېږي. پورتنې تستونه هغه تستونه دی، چې د حمل په لومړیو کې تر سره کېږي؛ اوس هغه تستونه تاسو ته درپېژنم چې د حمل په جریان کې سرته رسېږي.

- امینو سنتیز، د حمل ۱۵ اونۍ څخه وروسته سرته رسېږي.
 
ـ د جوړې څخه نمونه یا د سمپل اخېستنه، چې دا تست د ۹ـ۱۴ اونۍ تر منځ سرته رسېږي.

ـ د پوست لارې څخه د نامه له وېنې څخه سمپل اخېستل، د ۱۸ اونۍ څخه وروسته سرته رسېږي.