له افراسياب خټک پوښتنه:  هر وخت د لر او بر يو افغان چیغې وهی؛ تاسې په خپله ځان ته افغان وايی که پاکستانی؟

روهي (پنځه نۍ/۴ د مرغومي)، د پښتونخوا له نوموتي سياستوال افراسياب خټک له طلوع نيوز سره د افغانستان او پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه ځانګړې مرکه کړې او د روان وضعیت په اړه غږېدلی دی. 
 
 افراسياب خټک د دغه پوښتنې په ځواب کې چې تاسې هر وخت د لر او بر يو افغان چیغې، نو خپله افغان ځان ته وايی او که پاکستانی، نوموړي ويلي، "افغان او افغانیت زمونږ تاريخي هويت دی، خو تابیعت موحد پاکستان دی."
 
نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه ويلي دي، چې ياد غورځنګ د پاکستان حکومت د ظلمونو په پايله کې را پورته شوی دی او تر ډېره بريالی هم دی.
افراسياب خټک د ډيورنډ کرښې په اړه ويلي دي چې دا یوه تپل شوې کرښه ده خو اوس وخت کې د افغانستان لپاره مهمه دا ډهڅ، چې سولې ته لومړيتوب ورکړل شي.