د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ د فېډل کسټرول ټاټوبی (کيوبا)

د کيوبا هېواد، په انګلېسي یې نوم Cuba لېکل کيږي او رسمي نوم یې د کيوبا جمهوريت يا Republic of Cuba دی. د کيوبا د نوم د لغوی مانا په اړه لېکل شوي چې د حاصلخيزې ځمکې يا غوره ځای great place مانا ورکوي. داوسنۍ کيوبا هېواد په اصل کې هلته د کيوبا په نوم د يو ستر ټاپو نوم دی چې د وخت په تېرېدو سره ځيني نور برخې هم ور سره يو ځای او اوسنۍ کيوبا ورڅخه جوړه شوه. کيوبا ته د لاتين امريکا، سويلي امريکا يا د کارابين Caribbean هېواد وايي. کارابين يو پراخه سيمه ده، چې د کارابين د سيند په شمول، د کارابين ټاپوګانې او وچې په کې شامليږي. کيوبا کې له نن پنځه زره کاله وړاندې د انساني تمدن نښې - نښانې موندل شوي دي. نېږدې څلور پېړۍ دغه هېواد د هسپانیې مستعمره وه. ۱۹مه پېړۍ کې د کارلوس په نوم يو سياستوال د هساپنې د اشغال پر وړاندې مبازره اعلان، د غلامي ضد جګړه یې پيل او کيوبا یې خپلواکه کړه. له هسپانیې وروسته امريکا کيوبا لاندې او وخپلواکي یې ترې واخېسته. د کيوبا خلکو د لومړۍ نړیوالې جګړې يوازې ۱۲ کاله وړاندې له امريکا ځانونه ازاد او د کيوبا جمهوريت یې رامنځ ته کړ. ۱۹۵۹ کال کې کيوبا کې کمونيسټي انقلاب د فېډل کاسټرو په رهبرۍ بريالی او تر نن ورځې کيوبا نړۍ کې يو کمونېسټ هېواد دی. 

پراخوالی او وګړي: 
د کيوبا هېواد چې يو ټاپو دی د اوبو په منځ کې پروت دی او کوم هېواد سره د وچې پوله نه لري. دغه هېواد  سل زره کيلو متره مربع پراخوالی لري، چې د نړۍ ۱۰۴ هېواد حسابيږي. کيوبا يوولس مېلېونه وګړي لري. د کيوبا اکثريت يا ۶۰ سلنه وګړي عيسويان او يوه ډېره برخه یې محلدين دي يانې په کوم دين باور نه لري. دا چې کيوبا د يو اوږد وخت لپاره د هسپانیه مستعمره وه، نو هلته د خلکو ژبه هسپانوي ده. 

حکومت او سياست یې: 
۱۹۵۹ کال د کيوبا کمونېسټ او توندلارې مشر فېډل کاسټرو د انقلاب له لارې د کيوبا پخوانی جمهوريت چپه؛ د کمونېسټي اديالوژۍ د مارکس او لېنېن Marxist–Leninist په اېډيالوژۍ ولاړ سوسيالېستي حکومت جوړ کړ چې تر نن ورځې هم شتون لري. کيوبا په ۱۹۹۲ کال کې اساسي قانون جوړ کړ چې بشپړ په کمونېسټې آيډيالوژۍ ولاړ دی. د ياد اساسي قانون اړوند، د کيوبا کمونېسټ ګوند د دغه هېواد د ولس او دولت لارښوو ګوند دی، چې مشر یې د کيوبا ولسمشر هم دی. کيوبا ې هېڅ سياسي ګوند ته اجازه نه ورکول کيږي چې تاکنو ته نوماندان وړاندې او يا هم ټاکنيز کمپاين وکړي. تر ۲۰۱۶ کال پوري فېډل کاسټرو د کيوبا مشر وو، د نوموړي له مړينې وروسته میګل دیاز-کانل Miguel Díaz-Canel د کيوبا ولسمشر شو چې تر نن په واک کې دی. هغه مهال چې فېډل کاسټرو د کيوبا مشر وو، نو له نورې نړۍ سره د کيوبا اړيکې وې خو په يوې بلې بڼې؛ هغه داسې چې کيوبا امريکايي، اروپايي، اسيايي او يد نړۍ يو شمېر نورو هېوادنو ته چېرته چې د دوی ملګري وو جګړو کې مداخله کوله او پوځيان به یې لېږل. 

پوځي او اقتصادي وړتياوې: 
د کيوبا پوځ کمونيستي دی او درې لکه وسله وال انساني ځواک لري. د کيوبا پوځ له ځمکني، بحري او هوايي ځواکونو جوړ شوی دی. په نړيواله کچه کيوبا د نړۍ ۷۳ غښتلی ځواک لري. کيوبا کمونیستی اقتصادلري، د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ له روسیې سره پراخه سوداګريزې ايکې ساتي. کيوبا کې د غربت کرښه لوړه، درېیمه برخه وګړي یې د غريبۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. 

د کيوبا په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- کله چې ۱۹۵۹ کال کې په کيوبا کې فېډل کسټرو واک ته ورسېد نو کيوبا یې ملحد هېواد اعلان کړ، يانې هېڅ دين یې د کيوبا د دولتي دين په توګه په رسميت نه پېژندلو. کسټرو هلته د نوي عيسوي کال يا کرېمېس لمانځنه بند کړه. 
۲- کيوبا د نړۍ له هغه هېوادونو دی چې نېږدې ټول وګړي یې زده کړې لري او د بې سوداۍ کچه به کې تر يوه سلنه ده. 
۳- کيوبا دوه ډوله پیسې لري، يو ډول یې د بهرنيو ګرځندويانو لپاره او دويم یې د کيوبا د ځايي اوسېدونکو د ورځنۍ راکړې - ورکړ لپاره. 
۴- د ګوانتانامو زندان په کيوبا کې دی، د امريکا متحد ايالت هره مياشت څلوره زره ډالر کيوبا ته د يا زندان کرايه ورکوي. 
۵- د فېډل کاسټرو د ژوند پر مهال د کيوبا خلکو دا حق نه درلود چې د ځان لپاره ټېلفون واخلي.