که زړه یې نه لرئ دا مطلب مه لولئ؛ ډاروونکي ځایونه

که زړه یې نه لرئ دا مطلب مه لولئ؛ ډاروونکي ځایونه
ځېنې داسې ځایونه هم شته چې د رازونو څخه ډک او د سترګو څخه پناه دي، راځئ چې دغه ډاروونکي ځایونو په اړه مالومات تر لاسه کړو؛ که چېرې زړه مو کمزوره وي او یا هم د زړه ناروغۍ لرئ، نو هېله کېږي چې دا مطلب و نه لولئ.
 
 
 
ـ د یهودیانو قدیمي قبرستان( پراګ، جمهوري چک)، نژدې ۴ پېړۍ کېږي چې په یاد قبرستان کې د ۱۰۰۰۰۰ څخه زیات مړي ښخ شوي دي، مګر یوازې ۱۲۰۰۰ قبرونه هلته ښکاري. د وخت په تېرېدو سره او د قبرونو و خاورو او ډبرو په رسوب سره یوه وحشتناکه منظره ځان ته غوره کړي ده، چې هېڅ څوک نه شي کولای هغه قبرستان ته لاړ شي او د شپې نه خو بالکل څوک جرأت د تګ نه لري.
 
 
 
ـ د نانځکو جزیره په مکزیک کې، ویل کېږي چې په مکزیک کې یومتروکه ځای دی چې هلته نانځکې ځړول شوي دي، دا نانځکې په کال ۱۹۵۰ کې د جولین سانتا باررا له خوا چې د خپلې ډوب شوې وړې لور د مرګ په سبب، د هر ځای څخه نانځکې ټولولې او په یادې جزيرې کې په ونو ځړولې، نو تر اوسه پورې هم دا نانځکې شتون لري او دا ځای یې په یو وحشتناک ځای باندې بدل کړئ.
 
 
ـ د هاشیما جزیره جاپان کې، په جاپان کې ۱۸۸۷ کال کې د ذغالو کان جوړ شوی وو، په دې ځای کې بې شمېره کار کوونکي ژوند کولو، خو کله چې د دولت له خوا د یاد کان د بندولو امر ورکړل شو، نود کارکاکوونکو د خوب ځایونه متروک شول او یوه وحشتناکه منظره یې ځان ته غوره کړه.
 
 

ـ د هډوکو هدېره پرتګال کې، دغه وړوکي د هډوکو هدېره په ۱۶ پېړۍ کې د یو فرانسیسي راهب په واسطه جوړه شوه. د ۵۰۰۰ راهبانو هډوکي دلته شتون لري. د هډوکو د هدېرې په چت کې لېکل شوي دي، چې د مرګ ورځ ډېره غوره د پيدایښت له ورځې نه.
 
 

ـ د ځان وژنې ځنګل جاپان کې، په اصل کې د ځان وژنې ځنګل د آنوکیګاهارا دی، چې په هونشو کې موقیعت لري. دلته هغه کسان چې د ژوند له پاره تمه نه لري ځان وژنه کوي، خو د هغه ځای اوسېدوونکي وایي، دا ځنګل د ارواح او جنیاتو له خوا تسخیر شوی دئ.