څوک چې ډنګر دي دا مطلب حتمن ووایئ
ټول غواړي چې سالم وزن ولري، په نارمل ډول سره د وزن او قد له نسبت څخه ستاسو نارمل د بدن حجم لاس ته راځي؛ چې د بي ام آی په نوم سره یادېږي. د ۱۸،۲۵ بي ام آی غیرنارمل، ۲۵ بي ام آی نارمل او ۳۰ بي ام آی اضافه وزن شمېرل کېږي. که چېرې تاسو د وزن له کمبود سره مخامخ یې نو دا لاندې لارې چارې تاسو سره مرسته کوي تر څو ډېر په اسانی او طبیعي ډول سره وزن واخلئ.
ـ د وزن د زیاتېدو له پاره ډېره ډوډي وخورئ، د ډېرې ډوډۍ خوراک په دې په مانا نه دی چې تاسو په یو وخت کې د کال ډوډۍ وخورۍ، دا په دې مانا ده چې لږ مقدار په ۵ یا ۶ تغذیوي وختونو باندې وویشئ او په دې وختونو کې ډېری د پروتئن او کاربو هایدرېت څخه ګټه واخلئ. د رنګه څښاک څخه ګټه اخېستل د وزن د اضافه کېدو لامل ګرځي، خو د ډېر ضرر په اساس هغه نه توصیه کېږي. ۳۰ دقې مخکې او ۳۰ دقې وروسته له ډوډۍ څخه د اوبو څښل مه هېروئ.
ـ سالم غوړ خواړه وخورئ، سالم غوړ لرونکي خواړه یا شحمیات لکه، مستې، زیتون، هګۍ او غوښه دي. تاسو کولای شی د وزن اخېستلو له پاره د پروتئن لروونکو خوړو څخه ګټه واخلئ. د غوړ لروونکو خوړو څخه مطلب سره کړي او مایع غوړ څخه منظور نه دی، دا ډول غوړ خواړه نور هم ستاسو بدن ته نقص رسوي بل د لبنیاتو څخه منطور دی.
ـ ډېر کاربوهایدرېت مصرف کړئ، سره له دې چې کاربوهایدرېت په اوسنې وخت کې د مضره خواړو په لیست کې دي، خو بیا هم ستاسو د وزن اخېستلو برخه کې ډېر مرسته کوي. کاربوهایدرېت لروونکي خواړه لکه، کچالو، ورېژې، ماکروني، نخود، جوار او داسې نور...کاربوهایدرېت د انرژي په برابرولو کې ډېر اړین دي.
ـ د شپې په وروستي ټایم کې ډوډۍ وخورئ، هغه کسان چې د شپې په آخري وختونو کې لکه د ۸-۹ بجو په انتروال کې ډوډۍ خوري د هغوی وزن ډېروي نسبت هغو کسانو ته چې له دې ټایم څخه د مخه ډوډۍ خوري.
ـ د وزن د ډېرېدو له پاره ورزش وکړئ، ورزش په عادي ډول هم ډېر اړین دئ، خو هغه کسان چې غواړي خپل وزن ډېر کړي هغوی کولای شي هر سهار په مشخص شوو حرکاتو سره تمرین وکړي او خپل وزن په نارمل ډول زیات کړي.
وروستي