کوم کسان مونږ سره صادق دي

کوم کسان مونږ سره صادق دي
د مونږ شاوخوا ته بېلابیل کسان شتون لري دروغجن، صادق او ډول، ډول مونږ څه ډول د دوی ترمنځ توپیر وکړو راځئ چې په دې لېکنه  کې په ګډه سره د صادق او رېښتنو کسانو ځېنې اړینې او بارزې نښې ولولو.
ـ د خپل د محبوبیت او شهرت غم ورسره نه وي، کوم کسان چې صادق دي هغوی د شاواخوا د ذهنتیونو مطابق او د خبرو مطابق خپل ژوند مخ ته نه وړي، بل څه چې سم وي هغه چار سرته رسوي؛ ځکه چې تل د حق پلوي کوي او په دروغو خبرو او اعمالو باندې ځان خلکو ته محبوب کوي نه او نه هم د شهرت د لاس تګ نه ډارېږي. یوازې د الله په حضور او حق ته حساب ورکوي.

ـ خپل اعتقادات پرته له دې چې فردي ګټه په نظر کې ونېسي بیانوي، دا خصوصیت د دوی په جذابیت نور هم زیاتوي ځکه چې د حق او رېښتیا ویلو څخه د خپل شخصي منافعو له پاره نه تېرېږي. د دې تر څنګ چې دوی خپله محترمانه سلوک لري نورو ته هم په هر حالت کې محترمانه رفتار کوي. 

ـ استوار او د کلکې ارادې خاوندان دي، د صداقت سره ژوندون په اوسنې عصر کې لږ نه بل ډېرو ستونزو سره مخامخ کوي، نو دوی تل د هرې ستونزې په وړاندې زغم او صبر څخه کار اخلې. او د خاصې حوصلې درلودوونکي وي. کوم چار او هدف چې دوی ټاکي په اساني یې نه پرېږدي او په صبر سره ټول کمښت او ماتې مني.

ـ د باور وړ کسان دي، کوم کسان چې صادق وي کره خبره کوي او تاسو کولای شی دوی سره هر ډول خبر شریکه کړی، ځکه چې دوی ښه راز ساتوونکي دي او په شا پسي مو خبري نه کوي. تاسو په عمیق ډول سره درک کوي.
 
ـ د ټولو سره مهربان او خواخوږي لري، کوم کسان چې صادق دي او هغوی د ټولو سره ډېر په مهربانۍ رفتار کوي او د ټولو سره په یو ډول سره خواخوږي لري.  دضرورتمندو سره مرسته کوي او ډېر غواړي چې د خلکو احتیاجات د خپلې وسې پوره کړي.
 
 
ـ د نورو په اړه قضاوت نه کوي، نن ورځ د عمل نه قضاوت د نورو په هکله ډېر شوی، ځکه چې قضاوت د نورو په هکله ساده او اسان، خو عمل سخت او ستونزمن دی، نو ځکه هر څوک کوښښ کوي لومړۍ قضاوت وکړي. صادق کسان د چا په هکله قضاوت نه کوي او ټولو ته د درناوي په سترګه ګوري. 
 

ـ خبرې او عمل یې سره یوشان وي، کومې خبرې چې په شفاهي ډول سره تاسو  ته کوي تاسو به هغه د هغوی په عمل او کړنو کې وګوری.
 

ـ د خپل کارونو مسولیت په غاړه اخلي، د کوم کار عامل چې دوی وي هغه ډېر په اسانۍ او سادګۍ سره مني، خو ځېنې داسې کسان لرو چې په اسانی سره خپلې ستونزي او غلطۍ نه مني بل یو طولاني بحث تاسو سره کوي تر څو خپله خبر په تاسو باندې ومني چې دا نښه د سلطه ګرو خلکو وي؛ تاسو به د دې شاهد هم اوسئ تر څو چې خپله خبر که سم او او ناسم وي به تاسو و نه مني  بحث ته دوام ورکوي تر څو تاسو ستړي کړي او تاسو مجبور کړي د هغوی خبره ومنئ. صادق کسان دا خواص نه لري.
 
 
ـ  ډېره توقع نه لري، صادق کسان ډېر ساده توافق کوي او د زیاتو غوښتنو خاوندان نه دي. په څه چې حال کې لري قناعت کوي.

ـ د خپل ځان او نفس احترام او پېژندښت ورسره وي، دوی له ځان سره رېښتوني دي، په خپلو خواصو اګاه او پوه خلک دي او مني یې.