غواړئ تیاره پوستکۍ مو روښانه کړئ

غواړئ تیاره پوستکۍ مو روښانه کړئ

 روښانه،  سالم پوستکۍ  او د هر ډول مرضونو څخه په امان پوستکۍ د نارینه او ښځېنه هېله ده، نود دې  هېلې له پاره مونږ مجبورېږو تر څو ډېرقېمتي پروسه سرته ورسوو، خو اوس په لاندې کورني لارو سره هم کولای شو یو سالم او روښانه پوستکۍ ولرو. البته کوم پوستکې چې په طبیعی ډول تیاره دي د هغو له پاره سل به سلو کې د تاثیر وړ نه دي. راځئ چې په ګډه سره دا شمېرې ولولو.
 

ـ د خپلو د ورځني عاداتو له بدلون څخه پیل وکړئ، د مونږ کوم ورځني خواړه چې مونږ ګټه ترېنه اخلو هغه باید بدلون ورکړو که چېرې صحي نه وي، د اوبو ډېر څښل، د ورزش نارمل او په دوامداره ډول سره سرته رسول، د نارمل ۸ ساتو خوب لرل، د استرس او تشویش څخه لېرې اوسېدل. که چېرې تاسو دا یاد شوي خواص د خپلې ورځنې ژوند آمار وګرځوئ، نو تاسو به د یو روښانه او سالم پوستکي درلودوونکي وی.
 
 
 
ـ د پوستکي لایه برداري، په اونۍ کې یو ځل د پوستکې لایه برداري کول ډېر د يوستکي له پاره اړین دي، چې دا کار تاسو هم د ماشینونو په مرسته او هم  په کور کې د باډي د نرمو برسونو څخه تر څو چې ستاسو پوستکۍ ورسره خساسیت و نه کړي، ترېنه ګټه واخلئ. د دې کار ګټه د پوستکي ځوانېدل، د پوستکي روښانه کېدل، د پوستکو د ګونځو څخه خلاصون او د پوستکي د شفاف کېدلو لامل ګرځي.
 
 

ـ د کچالو د ماسک څخه ګټه اخېستل، کچالو د ویټامین سي په درلودلو سره ستاسو د پوستکي د ځوانېدو او روښانه کېدو لامل کېږي. تاسو کولای شئ چې کچالو حلقه، حلقه کړئ او وروسته یې په خپل پوستکي کېږدئ تر څو ښه جذب شي.
 
 
ـ د کورکمن یا زرد چوبې څخه ګټه اخېستل، که چېرې تاسو د کورکمن څخه د ماسک په ډول استفاده وکړئ، نو ستاسو پوستکۍ به د روښانه کېدلو سره، سره  نرم، شفاف، د داغونو او لکو څخه په امن او د ځوانکیو څخه مصون پوستکۍ ولرئ.
 
 

ـ د لیمو او شاتو ماسک، کله چې تاسو د یو طبیعي روښانه کوونکۍ د مصنوعي روښانه کوونکي سره یوځای کړئ، نه یوازې ستاسو پوستکۍ روښانه کوي بل ستاسو د پوستکي پر مخ مړه سلولونو د  لېرې کېدو لامل هم ګرځي. د لیمو او د شاتو ماسک شل دقې پر مخ پرېږدئ وروسته له شل دقو څخه یې په ګرمو اوبو په دوراني ډول پرېمنځی.
 
 
ـ د غاښونو کریم د لیمو یا هم له سوډا سره، تاسو کولای شی  له دې ماسک څخه په لاسونو په مخ او د پوستکي په هره برخه کې مار واخلئ، د دې ماسک ښه توب به دې که دی چې د پوستکو هر ډول او هر ټایپ کولای شی له دې ماسک څخه ګټه واخلي. دا ماسک د پوستکي د روښانه کېدو، د ځوانکیو د منځه وړلو او همدارنګه د مړو سلولونو  د منځه وړلو لامل ګرځي.