نن ورځ د علم په پرمختګ سره، سره هرڅه د انسان په لاس کې دي دومره چې د انسان د خلقت مسله هم د انسان په لاس کې بلل کېږي، نو ځکه ډېری ښځېنه په دې جرم چې هغوی جینۍ نړۍ ته راوړي وژل کېږي او یا هم له کوره باسل کېږی او یا هم ډوډۍ نه ورکول کېږي. نو په دې اساس دا ثابتېږي چې د انسان د خلقت مسووله ښځه ده نه الله! د وروسته پاتې ولسوالیو کې سبق کم خو د الله پېژندنه او د اسلام منل او د اسلام په اصولو باندې د دعوا حق هر مسلمان لري او په دې هم عقیده او باور لري، چې د انسان خلقت او د جنین یا ماشوم د جنسیت ټاکنه د الله په ارادې پورې تړاو لري، نو ولې هر ډول ظلم او ډول، ډول نومونه او د ګرم اوسېدلو تور د ښځېنه په غاړه وي؟
رسوالله(ص) فرمایي: کله چې د نطفې عمر د ۴۲ شپو وي، نو الله یوه فرښته د هغې د مخ، اورېدلو، لېدلو، پوستکۍ، غوښه او هډوکۍ جنین ته ور اضافه کړي. وروسته له دې فرښته د الله تعالی څخه پوښتي چې دا جنین مذکر دی که مونث؟ الله چې هر څه اراده وي هغه ټاکي.( صحیح مسلم، کتاب القدر) نو، نعوذ باالله یا الله تعالی د ښځېنه جنین په خلق کولو کې غلطي کړې او یا د برحق نه ورېخوا د نن ورځې انسانان ډېر پوهېږي. والله اعلم!
دطبابت له نظره هم د جنین د جنسیت ټاکنه نارینه وو پورې اړه لري، ځکه چې ښځېنه یو ډول مونث ګمیټ یوازې ایکس لري، خو نارینه دوه ډوله ګمیټ یو ایکس او بل وای لري؛ کله چې د ښځینه ایکس ګمیټ د نارینه وو له ایکس سره یو ځای کېږي نو جنسیت ښځېنه او د نارینه وو له وای سره یوځای شي، نو جنین نارینه وي.
د پورتنیو مالوماتو په اساس کولای شی د ښځېنه جنین یا ماشوم نړۍ ته به راتګ سره د ماشوم پلار ووژنۍ او یا هم وهل ټکول ورکړئ یا یې له کوره وباسئ د ښځېنه ماشوم سره یوځای...
وروستي