د بشري حقونو فعاله کریمه بلوچ چیرته او ولې وژل شوي؟

روهي ( درې نۍ/  ۲ د مرغومي)،  د پاکستاني پوځ د منتقدې او د بشري حقونو فعالې، کريمې بلوچ مړی د کاناډا په ټورنټو کې موندل شوی دی.
 
 د بلوچ همکار صابر ویس رسنیو ته ویلي بلوچ له کاناډا څخه هم د PTM غونډو او مبارزو ننګه کوله هغې دې وروستیو کې هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ یوې لویې غونډه کې وینا کړي، ویس وایي" هغه د د نیا هر بشر ته د خپل حق ورکونې مبارزه کوونکي وه خو دا ده اوس وژل شوي"
 
پولیسو د هغې د مرګ د علت په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
 
کريمه بلوچ پخوا په بلوچستان پوهنتون کې د بلوڅ زده کوونکو د اتحادیې مشره وه.

هغې د پاکستان د پوځ پر ضد په مظاهرو کې ګډون کاوه او د لادرکه کسانو لپاره يې مبارزه کوله؛ خو کله چې یې ژوند تريخ شو نو کاناډا ته لاړه او هلته يې سياسي پناه واخيسته.