مير رحمان رحماني: رولا غني يوه بې مسووليته کس دی

روهي  (دوه نۍ/۱ د مرغومي)، د ولسي جرګې مشر مېر رحمان رحماني د ولسي جرګې په اړه د هېواد د لومړۍ ميرمنې څرګندونې سپکاوی او نه بخښونکې بللې دي. 
 
مير رحمان رحماني پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې رولا غني يوه بې مسووليته کس او دنده يې ناڅرګنده  ده. 
 
د ولسي جرګې رئيس لېکلي دي چې نوماند وزيرانو ته د تائيد او رد رايې حق يوازې د ولسي جرګې دی چې د ولسمشر د میرمنې په شمول په کې هېڅوک د لاس وهنې حق نه لري. 
 
د يادونې ده چې نن ورځ د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې هم وکيلانو د هېواد لومړۍ ميرمنې څرګندونو توند غبرګونونه وښودل او د نوموړې څرګندونې يې له سپکاوي ډکې بللې دي.