ننګرهار: ۷۶۰۰ ښوونکی کمبود دي خو هلته ځوانان د رضاکاره ښوونکو دندې پیلوي

روهي ( دوه نۍ/ 1 د مرغومي)،   د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل او  د ننګرهار پوهنې ریاست د بېلا بېلو علمي او ښوونیزو بنسټونو سره د رضاکاره ښوونکو د ګمارنې په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک او عملاً د رضاکاره ښوونکو د ګمارنې کمپاین پیل شو.
 امرخېل ویلي چې په دې ولایت کې د ۷۶۰۰ په شمېر کې د ښوونکو کمبود لري، تر هغې چې د مرکز سره یاده ستونزه حل کوي، پرېکړه یې وکړه چې د یوه پراخه کمپاین په ترڅ کې به ښوونځیو ته رضاکاره تعلیم یافته ځوانان په وړیا ډول د ښوونکو په توګه وګماري .
 
د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وایي په یادې چارې به د ښوونځي او ولس ترمنځ اړیکې پیاوړي شي او د پوهنې اداره به د ولس له همکارۍ څخه پوره برخمنه شي.
 
دخبر پاڼه کې ویل شوي چې د  یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې د ننګرهار پوهنې ریاست، ملي ثبات، مثبت بدلون، شینوارو علمي بنسټ او مثلث د کانکور چمتوالي ښوونیز مرکز ترمنځ د رضاکاره ښوونکو د ګمارنې هوکړه لیکونه لاسلیک شول .