عالمګیر:

روهي ( دوه نۍ/ 1 د مرغومي)، د علي وزیر مېرمنې سایره رسنیو ته ویلي چې علي وزیر زنګ ورته وهلی او ورته ویلي یې دي چې ژوند یې په خطر کې دی. ددې تر څنګ د علي وزیر وراره عالمګیر هم رسینو ته ویلي چې تره یې علي وزیر خپلې مېرمنې سره د تیلیفوني خبرو پر مهال هغې ته ویلي چې زندان کې نوموړي ته د شکر ناروغۍ اړین درمل نه ورکول کېږي او وېره لري چې د کومې ناروغۍ په پلمه به ووژل شي.
 

که څه هم د پولیسو په دې رپوټ کې د غورځنګ د بنسټګر منظور پښتین، محسن داوړ، ثنا اعجاز، ډاکټر سید عالم مسید، عبدالله ننګیال او ځينې نور غړو نومونه هم لیکل شوي، خو پولیس تر اوسه یوازې علي وزیر نیولی دی.
 
پر خواله رسنیو ګڼو کسانو د علی وزیر د ځولنو  تصویر خپور کړ او د پاکستان د پولیسو دغه ګام يې وغنده.
 
د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې، په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي او د پاکستان د ملي پارلمان د غړي علي وزیر د نیول کېدو په غبرګون کې احتجاجي غونډې او لاريونونه وشول خو لا هم وزیر زندان کې دی.