شالون او ولمه

ولمه  : ما سره خبرې مه کوه
شالون : تا سره کله خبرې کیږي، د غوسې رنګ مې نن 

ولید چې رښتیا هم سور وي

ولمه : او ما د بې وفایۍ څېره ولیدله

شالون : اوس داسې مه وایه نو چې زما څيرې ته ورته ده!

ولمه : پوهیږې، خلک وايي د مینې شرک، بې وفايي ده

شالون : خلک دا ولې نه وايي چې د مینې مرګ، بې اعتنايي او بې تفاوتي ده!

ولمه : داسې خلک هم شته بیا چې د مینې له شرک نه د مینې مرګ غوره ګڼي

شالون : خلک نو اول مینې ته دومره لوړ مقام ولې 
ورکوي، چې ګناه او ثواب ور پورې و تړي

ولمه : ما سره خبرې مه کوه

شالون : تا سره خبرې نه کیږي، تا سره کله خبرې کیږي!!