ښايي د انګلېسي استاد وسئ؛ خو د (What are you doing) په مانا به نه پوهېږی

د مورنۍ ژبې په توګه د انګلېسي ويونکو په پوښتنو ولې نه پوهېږئ؟ 
انګلېسي پراخه ژبه ده. د نورو ستونزو ترڅنګ، ناسم تلفظ او لهجوي توپيرونه د افهام په برخه کې خنډونه رامنځ ته کوي. تاسې به تجربه کړې وي، چې کله د انګلېسي ژبې ويونکي يانې هغه يونکي چې دغه ژبه یې مورنۍ ده خبرې او پوښتنې کوي، نو په ډېرو کلمو یې پوهېدل ستونزمن وي. 

د انګلېسي ژبې مورنی ويونکي ځيني کلمې سره تړلي او د ځينو تلفظ بدلوي او په همدې اساس یې پوهېدونه مشکله شي. د بېلګې په ډول لاندې پوښتنې ولولئ. 

۱- What are you donig?  دغه پوښتنه چې په کوم ډول لېکل شوې ده په هغه ډول یې لولو، خو که چېرې له بومي کس سره مخ شو نو هغه/دي یې دومره څرګند نه وايي او ښايي چې په تلفظ یې پوهه نه شی. دوی به پورته جمله داسې تلفظ کړي (wha cha doin) په پښتو ژبه یې تلفظ داسې لېکو؛ (واه چا دوېن؟) دلته دا خبرې په پام کې ونېسي چې ډېری انګلېسي ژبي د کلمي په اخېر کې د  g توری تلفظ کوي او همدا ډول د you کلمې پر خای لنډ ya وايي. 

۲- Who do you like?  دغه جمله هم د پورته جملې په ډول ډېره روښانه ويل کيږي، خو چې کله د انګلېسي ژبې ويونکو سره مخ شی، نو دوی یې ژر او سره تړلې وايي. د انګلېسي ژبې ويونکي به دا جمله داسې ووايي،  (Hodoya like)، دوی د who, do او you کلمې سره تړلي او د (هوډيا - Hodoya) په نوم يوه کلمه ترې جوړه وي. نو که چېرې تاسې واورئ چې  (هوډيا لايک)، ښايي پرې پوه نه شئ، چې  د ويونکي مطلب څه دی. 

۳- Where is she دا درېیمه بڼه هم ډېره کارول کيږي. که چېرې دا پوښتنه فرض کړو (Where is she?) ، د انګلېسي ژبې مورني ويونکي  یې سره تړلي وايي. دوی به پورته جمله کې د is کلمه د z کلمې ته واړوي او درې واړه کلمې به سر نښلې ووايي. مطلب داسې، (وېر-ز-شي)