مرتضوي: امرالله صالح ته ویلي چې د دښمن رواني جګړه کې د برخه نه اخلي

روهي (نۍ/ ۲۲ د لیندۍ)، د امرالله صالح او د ولسمشر د فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې دي.

نن سهار د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پرخپله فیسبوک پاڼه ولیکل، چې داعش ډلې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی،چې که یو بندي یې هم اعدام شي، نو کابل به د شیعه مذهبو په مسلخ بدل کړي.
 
خو د ولسمشر فرهنګي سلاکار، شاه حسین مرتضوي د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، طالبان او داعش د افغانستان دښمنان دي او موږ باید د شیعه ډلې د ویرولو هڅه ونکړو."داعش او طالبان د انسانیت او افغانستان دښمنان دي. زموږ د معلوماتو ډول باید مسلکي وي او د دښمن رواني جګړې کې برخه وانخلي"