
روهي (څلورنۍ/۱۹ د لېندۍ)، د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وايي چې د زورواکو له خوا په ناقانونه ډول د خلکو شتمنۍ چور کيږي خو د پلټنې او تفتيش مسوولين يوازې ننداره کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د هغه نشر شوې شمېرو په غبرګون کې کړې دي، چې د بېلا بېلو ادارو کسانو له خوا د حکومت د بودېجې لګښت په ګوته کوي.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د اطلاعات روز رسنۍ نشر شوي شمېرو د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه راپورته کړي دي او ويلي دي چې کله واکي د يو څو غلو په لاس کې ووسي نو داسې پايلې به رامنځ ته کيږي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې په راپور کې راغلي دي چې په تېر کال کې د حکومت د ۹۱ کوډ څخه نېږدې درې مېلېارده افغانۍ مصرف شوې دي، چې ستره برخه یې شخصي جېبونو ته تللې ده.