د امريکا کنګرس له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل تصويب کړل 

روهي (څلورنۍ/۱۹ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو پارلمان له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لايحه تصويب کړې ده. کنګرس ويلي دي چې امريکايي ځواکونه بايد په مسوولانه ډول افغانستان خوشی کړي. 

د دغې لایحې په یوې برخه کې راغلي دي چې امریکايي سرتېري باید په مسوولانه توګه له افغانستانه بهر شي او د امریکايي ځواکونو شمېر باید په اوسني وضعیت کې له ۴۰۰۰ کم نه شي.

د متحدو ايالتو کنګرس په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "هر هغه څه چې موږ یې د افغانستان په اړه کوو دا دي چې، ولسمشر د وتلو لپاره دلیل وړاندې کړي او ښايي هغه داسې ونه کړي؛ خو زما له نظره دې ته هم اړتیا لرو چې له افغانستانه رابهر شو؛ خو دغه کار باید په مسوولانه ډول وکړو. دغه لایحه غیرمسوولانه وتنې ته اجازه نه ورکوي."

له دې وړاندې د متحدو ايالتو اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې افغانستان او عراق کې به د خپلو پوځيان شمېر تر ۲۵۰۰ ځواکونو راکم کړي.