څلور هغه ګرامري تېروتنې چې تر سره کوی یې خو ورته پام مو نه دی 

ځيني وخت د انګلېسي ژبې ښوونکي او زده کوونکي داسې تېروتنې تر سره کوي چې يا ورته پام یې نه کيږي او یا یې هم په سمې بڼې منلې وي. دلته څلور هغه تېروتنې درته په ګوته کوو چې کارونه یې ناسمه ده. 

۱- هېڅکله د جملې په سر کې د and او but په ډول د تړنې کلمې يا conjunctions مه کاروئ. که داسې ووایئ چې And what are donig now? يوه ناسمه جلمه ده. دلته د جملې په سر کې د and کلمه راغلی او استعال یې غلط دی. 

۲- هېڅکله يوه جمله په preposition سره پای ته مه رسوئ. Which school do you go to? دغه جمله کې د to کلمې کارونه ناسمه او تېروتنه ده. غوره دا ده چې ووايئ، Which school do you go? دلته جمله په go سره بايد پای ته ورسيږي نه به to سره. 

۳- هېڅکله دوه منفي کلمې په يوې جملې کې مه راوړئ. که داسې ووايئ چې I do not have nothing. ناسمه جمله ده. يا do not استعمال کړئ او يا هم nothing، مطلب داسې ووايئ، I have nothing او يا دا چې I do not have anyting/something. 

۴- د مصدري نومونو يا infenitives په منځ کې بله کلمه مه راوړئ. که ووايئ چې I wanted really to help here، ناسمه جمله ده، ځکه چې د wanted او to help ترمنځ  really راغلی دی. سمه بڼه یې داسې ده: I really wanted to help here. دلته بيا  wanted او to help مصدر دی چې يوځای راغلی.