بې له دیواله زندان

د امریکا متحده ایالاتو او کوریا له جګړې وروسته، جنرال ویلیام مایر ، چې وروسته د متحده ایالاتو لوړ پوړی رواني متخصص وټاکل شو، د نړۍ د جګړې په تاریخ کې تر ټولو پیچلې قضیې مطالعه کړې.

د امریکا پوځ شاوخوا زر تنه سرتیري د کوریا په یو لوی زندان کې بندیان شول چې دغه بندخونه د نړیوالو معیارونو سره برابره هم وه.

دغه زندان د نورو بندخونو په څېر ډېر سخت تړل شوی نه وو، اوبه، خواړه او اسانتیاوې په کې ډیرې وې، او هیڅ د شکنجې عام تخنیکونه هم په کې نه کارېدل، خو په دې پنډغالي کې د بندیانو د مړینې تر ټولو لوی شمیر راپور د امریکا سره شریک شوی وو.

زندانیان د طبیعي لاملونو له امله مړه کېدل، د تېښتې فرصتونه و خو دوی نه تښتېدل، ډېری زندانیان شپې ویده کېدل او سهار له خوبه نه راپاڅېدل، هغوی چې پاتې شوي وو، د لوړ پوړو نظامیانو درناوی یې نه کوو، او په عمومي ډول د زندان له ساتونکو سره یې ملګرتیا کوله.

د دې پیښې لامل د کلونو لپاره وڅېړل شو، او جنرال ولییام مایر د خپلې څیړنې پایله په لاندې ‌ډول اعلان کړه: 
په دې زندان کې، یوازې د بد خبر لرونکو لیکونه به تر بندیانو رسېدل، او د ښه خبرونو لیکونه تر دوی نه رسېدل.

هره ورځ له بندیانو څخه غوښته کېده، تر څو د ټولو پر وړاندې داسې یوه کیسه وکړي چې خپل ملګري سره یې خیانت او نا ځواني کړي وي.

هر هغه څوک چې د نورو بندیانو جاسوسي یې کوله ورته به د سکرټ ډالۍ ورکول کېده، په داسې حال کې چې مجرم ته به جزا نه ورکول کېده خو دلته ټولو جاسوسي کوله که څه پوهېدل چې چاته یې زیان نه رسېږي.

څیړنو دا وښودله چې په دې زندان کې سرتیري په درې تخنیکونو تر مرګه رسېږي!
د بدو( منفي) خبرونو په ترلاسه کولو سره به امیدونه له منځه تلل.
د جاسوسۍ په واسطه به د زندانیانو عزت له منځه تللو او دوی به خپل ځانونه ټیټ انسانان ګڼل.
د خیانتونو ویلو سره به د دوی تر منځ د اعتبار کچه صفر شوې وه.

هو!
دا درې کارونه د ژوندانه دلیل له منځه وړلو او د ارامه مرګ لپاره کافي وو.
دې ډول شکنجې ته، خاموشه شکنجه وایي!