ورته جوش اوبه چې کچالو نرموي هګۍ سختوي

ورته جوش اوبه چې کچالو نرموي هګۍ سختوي
ځیني وطن پریږدي او ځیني بیا په دې ارمان دي چې بیرته خپل هېواد ته راشي.
مجردان د واده په لټه کې دي او واده شوي طلاق غواړي.

ځیني خلک د ګولیو او درملو سره د حمل مخنیوي هڅه کوي، او ځیني نور د درملو او درملنو سره هڅه کوي ماشوم ولري.

ګمارل شوي کسان خپلې دندې له لاسه ورکوي او بیکاران د دندې په لټه کې دي.
غریب غواړي چې بډایه شي، او بډایان د بې وسه خلکو د پاک او ګرم زړه او له مینې ډک ژوند نشتوالي احساسوي.

عام خلک غواړي چې مشهوره شي، او تر مشهوره کېدو وروسته، بیا دوی تل له نورو څخه ځان پټوي.

تور پوستي غواړي چې رنګ یې سپین شي او سپین پوستي بیا غواړي چې خپل پوټکی لږ تور کړي.

هیڅوک هم نه پوهیږي، چې په نړۍ کې د خوښۍ یوازینۍ فورمول دا جمله ده:
"خپل ارزښت وپیژنئ او تل د خدای تعالی د نعمتونو څخه مننه وکړئ."