د سره صلیب کمیټه د افغانستان لپاره ځانګړې شوي بودیجه کې کموالی راولي

روهي ( یوه نۍ / ۱۶ د لیندۍ)،  د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان او عراق لپاره د بودیجې د کمیدو خبر ورکړی دی.
 
د دغې کمېټې مشر پيټر ماور بحرین کې د ستراتېژیکو مطالعاتو موسسې کلنۍ ناسته کې ویلي ، د  دوی عملیاتي کارونه  د کورونا ویروس د خپریدو له وجې افغانستان او عراق کې د بودیجې له کړکیچ سره مخامخ دي.
 
سره صلیب مشر د ۲۰۲۱ کال کې د عراق لپاره څه باندې یو سلو درویشت میلیونه او افغانستان لپاره ۸۸ اشاریه پنځه میلیونه ډالرو ته اړتیا ښودلې ده.
 
د کورونا د دویمې څپې خپرېدل، بې کاري او ورځ تر بلې په افغانستان کې د جکړې زیاتوالی هغه څه دي چې افغانان یې زیات اندېښمن کړي دي.
 
دا سره صلیب دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې لا هم د سولې مذاکرات رسماْ نه دي پیل شوي او دواړه خواوې پر اجنډا کار کوي.