تیرو دریو میاشتو کې د عملیاتو پر مهال هیڅ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي

روهي ( پنځه نۍ / ۱۲ د لیندۍ)، په ننګرهار کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په تېرو دريو مياشتو کې د عملياتو پر مهال هيڅ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اړولې.
 
 د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل له لوري امنيتي ځواکونو سره د ښې همغږۍ  غونډې په لړ کې وویل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په تېرو دريو مياشتو کې ۶۳ وسله وال مخالفين وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان کړي، چې په کې هيڅ ملکي وګړي ته زيان نه دی رسيدلی.
 
 
د دې عملياتو پر مهال ۹۹ شکمن کسان ژوندي نيول شوي، چې تر تحقيقاتو وروسته يې ۵۹ وسله وال مخالفين د قانون منګولو ته سپارل شوي او څلویښت نور ازاد او خپلو کورونو ته لېږل شوي دي.
 
د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په يادو دريو مياشتو کې د ننګرهار په مرکز او ولسواليو کې څلویښت بېلابېل عمليات تر سره کړي، چې پر مهال يې پنځه نوي ميله بېلابېلې وسلې هم ترلاسه کړي، چې اکثريت يې د عملياتو په سيمه کې لمنځه وړي دي.
 
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د همغږۍ او تېرو دريو مياشتو تر سره شويو عملياتو څخه ستاينه وکړه، چې په کې هيڅ ملکي وګړي ته زيان نه دی اوښتی.