د امريکا سفارت: د‌ جليلي وژونکي محکمه نه شول؛ دغه خبریال له حکمتيار سره له مرکې وروسته ووژل شو

روهي (دوه نۍ/۱۰ د لېندۍ)، کابل کې د امریکا متحدو ایالتو سفارت په نويمه لسيزه کې د بي بي سي د پښتو او دري ژبو خبريال ميرويس جليلي انځورونه پورته کړي دي. 
 
د امريکا سفارت په ټوېټر پاڼې لېکل شوي، چې ميرويس جليلي له نن ۲۵ کاله وړاندې د کابل په چهار اسياب ولسوالۍ کې لومړی وتښتول شو او بيا ووژل شو. 
 
 ميرويس جليلي په ۱۹۹۴ز کال کې په چهار اسياب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره له يوې مرکې له بشپړېدو  څو شيبې وروسته له ټکسي موټر ښکته او بيا ووژل شو. 
 
کابل کې د امريکا متحدو ایالتو سفارت په دې ټوېټر لیکنه کې ويل شوي دي، چې ۲۵ کاله تېر شول، خو تر اوسه د بي بي سي وژل شوي خبريال ميرويس جليلي پر وژونکو چا قانون پلی نه کړ.