
روهي ( یوه نۍ / ۹ د لیندۍ)،روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۲۵۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۵۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۶ زره او ۲۱۵ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۱ کسان مړه شوی او ۷۸ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۷۶۳ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۶ زره او ۷۳۱ ته لوړ شوی دی.