افغانستان سختې مياشتې پر وړاندې لري؛ نيوزويک کې د رحمت الله نبيل لېکنه 

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل په نيوزويک رسنۍ کې په خپلې وروستۍ لېکنه کې د افغانستان لپاره د سختو مياشتو وړاندوينه کړې ده. نبيل لېکلي دي چې متحدو ايالتو کې نوی حکومت د خپل ملي امنيت د ډلې په جوړېدو بوخت دی چې د افغانستان په اړه کړنلارې به یې هم په کې شاملې وي.  نبيل لېکلي دي چې پاکستان به په دې هڅه کې وي چې د افغانستان د سولې بهير د نوي امريکايي ولسمشر په ذهن کې وساتي. پاکستان په تېرو شلو کالونو کې د متحدو ايالتو د ديموکرات او جمهوريت غوښتونکي ګوندونو د واک په مودو کې دوه ګونی رول لوبولی او اوس یې دا په ګټه ده چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د دوحې هوکړه وساتل شي نه دادا چې سره وباشل شي. 

رحمت الله نبيل د خپلې لېکنې په یوې برخه کې په راتلونکو مياشتو کې  د پاکستان د دوه ګوني رول په اړه لېکلي دي، "په ښاري سيمو کې به د طالبانو له خوا بريدونه ډېر شي. دغه بريدونه به د دوحې هوکړه ليک سره مخالفت کې وي. د طالبانو د بريدونو مسووليت به بيا په جعلي او غلت ډول د داعش خراسان څانګې له خوا په غاړه اخېستل کيږي. پاکستان او طالبان  به دا ووايي چې له القاعده ډلې سره یې اړيکې پرېکړې دي او په دې اړه به ځيني سندونه هم له امريکا سره شريک کړي او ښايي چې د القاعده څو لوړپوړي کسان افغانستان کې ونېول او يا ووژل شي. پاکستان به هڅه وکړي چې متحدو ايالتو ته ځان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ډاډ وړ ملګری ثابت کړي او په دې سره به د افغانستان په اړه د متحدو ايالتو کړنلاره کې مهم رول خپل کړي."

نبيل لېکلي دي چې د پاکستان دغه دوه ګونی سياست له تېرو دوه لسيزو روان دی خو تر اوسه په واشنګټن کې د متحدو ايالتو کړنلارو جوړونکو زده کړی نه دی. 

رحمت الله نبيل بل ځای د جوبايډن په حکومت کې د افغانستان سولې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د مسووليت په اړه لېکلي دی چې دی به پر خپل ځای پاتې او که لېرې شي او ورسره د سولې بهير. 

نبيل بل ځای لېکلي دي چې طالبان به له القاعده سره د اړيکو غوڅولو په بدل کې له جوبايډن په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت جوړېدل وغواړي. د طالبانو دا غوښتنه به د ولسمشر غني د کمزوري حکومت زېږنده وي او د افغانستان دننه اغېز لرونکې څېرې به د طالبانو د دغه غوښتنې ملاتړ  وکړي. 

نبيل لېکلي دي چې په لومړيو کې به د نوي ولسمشر جوبايدن د ملي امنيت ټيم د افغانستان د حکومت د نسکورېدو د مخېنوي هڅه کوي، خو وروسته به د جوبايډن اداره پر اشرف غني‌فشار راوړي چې د طالبانو له غوښتنو سره همغږي وښيي.