ډاکټر ذاکر نايک: له نن ۲۵۰۰ کاله وړاندې، د بودايي دين په لېکنو کې د رسول الله (ص) يادونه

د بودایي دين په نېږدې ټولو لېکنو کې د يوې افسانې يا نوي زير د راتګ ويل شوي وو. د بودايي دين لېکنو په chica ۱۱۱۷۶ برخه کې ويل شوي دي، "یو بل بودا به راشي، چې نوم به یې وي (maitri)، دا به سپيڅلی کس وي، لوی کس به وي، روښان فکره به وي، د نړۍ پوهه به ورسره وي او د ستر عقل څښتن به وي. هغه څه چې دغه کس له اسماني او غیر طعبيي ځواک څخه اخلي ټولې نړۍ ته به یې تبليغ کوي. دغه کس به داسې د يو دين تبليغ کوي، چې په شروع او پای کې به ځلېدونکی وي. داسې لار به تبليغ کړي چې بشپړه او رېښتنې به وي."

د بودايي دين پلار بودا دغه لېکنه کې ويل شوي‌دي چې هغه يا maitriبه په زرګونه زاهدان ولري په داسې حال کې چې زه په سلګونه له هغوی لرم. 

ډاکټر ذاکر نايک په نامستقيم ډول د بودايي لېکنو ۳۵ ټوک کتاب، ۲۲۵ پاڼه کې د رسول الله ص د پيغمبرۍ داسې وايي، "داسې يو ستر انسان به راشي چې د زرګونه خلکو رهبر به وي، په داسې حال کې چې زه د سلګونه خلکو رهبر يم."

د بودايي دين يو بل کتاب، پاڼې ۲۱۷ او ۲۱۸، راغلي دي "د نړۍ علم به ولري او ښه دين به تبليغ کړي." د بودا مذهبي کسان له ده پوښتنه کوي، چې مونږ به څنګه هغه وپېژنو؟ بودا یې په ځواب کې وايي، "د ده نوم به وي maitri." بودايي دين کې د maitri مانا ده، مهربان، مينه ناک. ډاکټر ذاکر نايک وايي چې عربي ژبه کې د maitri ورته کلمه رحمت دی. همدا ډول الله تعالی په سپيڅلي قران کريم، انبيا سورت ۱۰۷ ایت مبارک کې فرمايلي دي، "ژباړه: مونږ نه دی لېږلی، بلکې لېږلی مو د رحمت ټولې نړۍ او پيدا شويو ته." ډاکټر ذاکر نايک لېکلي دي‌چې سپيڅلي قران کريم کې د رحمت کلمه ۴۰۹ ځلې ذکر شوې ده. نو په بودايي لېکنو کې د رحمت يا maitri څخه موخه رسول الله ص دی چې وړاندوينه یې شوې ده. 

د بودايي دين دويم کتاب، ۱۱ ټوک او ۳۶ پاڼه کې راغلي دي، "بودا د Ananda په نوم يو خادم درلود او بودا ويلي دي، چې د نړۍ راتلونکی رحمت به هم يوخادم ولري." ډاکټر ذاکر نايک وايي چې د اسلام له تاريخه مالوميږي چې حضرت آنس رض د رسول الله وسلم خادم وو، چې بودا یې ۲۵۰۰ کاله وړاندې غېر مستقيم وړاندوينه کړې ده.حضرت انس رض يوازې اته کلن وو چې مور یې رسول الله ص ته د چوپړ په پار وړاندې کړ. دلته د Ananda پرتله له حضرت آنس رض سره شوې ده؛ هغه په ښه او بد وخت کې له حضرت محمد ص سره يو ځای وو او کله چې يو ليونی فيل پر بودا برید وکړ نو د نوموړي خادم (انندا) د بودا تر څنګ ودريد او د فيل مخه یې ونېوله، دا په بودايي لېکنو ذکر شو‌ي دي.

د بودايي کتاب ۲۱۴ پاڼه کې ويل شوي دي، "دغه بل رحمت يا دغه بل بودا چې راځي شپږ ځانګړنې به ولري:
۱- دی به د شپې منور شي (يانې په رسول الله ص لومړۍ وحي د شپې نزله شوې ده)؛ 
۲- دی به ځلانده وي (رسول الله ص نوراني مخ درلود)؛
۳- دی به په طعبيي مرګ رحلت کوي؛ 
۴- دی به د شپې رحلت کوي؛ (حضرت محمد ص د شپې رحلت کړی)
۵- کله چې رحلت کوي نو ځليږي به يانې مخ به يې نوراني وي؛ 
۶- کله چې يو ځل رحلت وکړي نو په دې نړۍ به یې فزيکي وجود بیا ونه لېدل شي."