د تخار د شوراب کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

روهي ( جمعه /۷ دلیندۍ) ، د تخار په ولایت کې د شوراب کانال رغنیزې چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د شوراب کانال د پروژې رغنیزې چارې د تخار په ولایت کې ١١ کیلو مترو په اوږدولي د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې له لوري د اوبو د غوره مدیریت او د کرنیزو ځمکو د زیاتوالي په موخه د یاد ولایت په مرکز کې تطبیق شوه.

ددې پروژې په تطبیق سره د یاد کانال د ځمکو د خړوبولو ظرفیت له ١٢٣٢ هکتاره څخه ١٣٧٩ هکتاره ته لوړوالی مومي، چې په دې ترتیب سره ١٣٧ هکتاره زیاتوالی ښيي.

له یاد کانال څخه ١١٠٣ کورنۍ ګټه اخلي.