جنیوا کنفرانس؛ نړیوالو له افغانستان سره ۱۳ میلیارده ډالره مرسته وکړه.

روهي ( څلور نۍ / ۵ د لیندۍ)،  د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه جوړ شوی نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد او نړیوالې ټولنې په مشروط ډول له افغانستان سره څه باندې ۱۳ میلیارده ډالره مرسته وکړه.
 
جنیوا کنفرانس چې د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه په هرو څلورو کلونو کې جوړېږي سږ کال هم دغه کنفرانس تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه جوړ شوی و چې تېره ورځ پای ته ورسېد.
 
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي، تر ۲۰۲۱ کال پورې له افغانستان سره څه باندې درې میلیارده ډالره مرسته وشوه او په خبره یې که دغه ژمنې عملي شي تر ۲۰۲۴ کال پورې دغې مرستې څه باندې ۱۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
 
په دې کنفرانس کې د نړیوالو هېوادونو مرستې په لاندې ډول دي.
 
د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره ۹۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه، دغه راز اروپایي ټولنې ۱.۲ میلیارده ډالره مرسته اعلان کړه.
 
امریکا له افغانستان سره ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړ خو وې ویل چې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته به د سولې پروسې له پرمختګ سره مشروطه وي.

جرمني دغه راز له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو پورې ۴۳۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
 
دا مرستې په ترتیب سره، استرالیا له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره، ناروې ۱۷ میلیونه ډالره، جاپان ۱۸۰ میلیونه ډالره، ډنمارک ۶۴ میلیونه ډالره، هالنډ ۲۰۰ میلیونه یورو، کاناډا ۲۰۰ میلیونه ډالرو، ایټالیا د ۳۵ میلیونه ډالرو او برېتانیا د ۱۵۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
 
د یادونې ده چې په دې مرستو کې تر ټولو زیاته مرسته هند اعلان کړه چې درې میلیارده ډالره وه، هند دغه راز په کابل کې د شاتوت بند د جوړولو ژمنه هم تازه کړې ده.