د امرالله صالح په مشرۍ د نن سهار ۶:۳۰ بجو غونډه او مهم ټکي يې

روهي (څلور نۍ/۵ د لېندۍ)، د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ نن سهار شپږ نيمې بجې د کابل امنیتي وضعیت په اړه پر له پسې۳۳ ناسته وشوه. 
 
امرالله صالح د دغه ناستې په اړه پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د ولسي جرګې غړي کولی شي چې په اسانۍ سره د سهار ۶:۳۹ بجو ناستو کې ګډون وکړي، امنيتي ميثاق ولولي او بيا نیوکې وکړي. 

امرالله صالح دا هم لېکلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې کابل ښار کې يوازې يوه ترهګریزه پېښه چې نښلونکی ماين وو شوې، نور کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې. 
 
نوموړي د کابل پوهنتون د برید په اړه ويلي دي چې څلورم کس هم نېول شوی او همدا ډول امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې ۹ کسان چې د طالبانو او داعش غړي وو، نېولې دي‌. 
 
امرالله صالح د کابل ښار د امنیتي وضعیت په اړه د خپلو ناستو په اړه ويلي دي، چې ۷۹ سلنه د خلکو غبرګونونه مثبت، درې سلنه ښکنځل او پاتې ۱۸ سلنه يې د پلټنې وړ دي. 
 
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي، چې د کابل ښار امنيت نننۍ ناسته کې د رسنیو نهو کسانو هم د مېلمانو په ډول ګډون کړی وو.