د نړۍ تر ټولو ګرانبیه کوتره چې ۱،۳ میلیونه ډالرو بولۍ ورکړل شوي چیرته ده؟

د نړۍ تر ټولو ګرانبيه کوتره چې ساتونکي هم لري!

د نړۍ تر ټولو ګرانبيه کوتره چې يو نيم ميليونه امريکايي ډالره بيه لري او د دې خوندي ساتلو لپاره يې ورته ساتونکي هم ګمارل شوي دي.
 
دا کوتره له دې امله ډېر اهميت لري، چې د کوترو د الوتلو په مسابقو کې تر ټولو چټکه الوتونکې کوتره ده او خپل مالک ته په لکونو ډالر ګټي. تازه دا کوتره يوې بولۍ ته وړاندې شوې ده، چې ويل کېږي په يو نيم ميليون امريکايي ډالرو به وپلورل شي.
 
دا کوترو په بيلجيم کې د يو کس ده، دغه کس چې د کوترو د مسابقو لپاره کوترې روزي، هوک وان ډي واور نومېږي او هغه دا کوتره هم روزلې ده. اوس مهال نوموړي د خپلو ټولو ګرانبيه کوترو د پلورلو اعلان کړى دى، چې په دې کې د (کيم) په نوم دا کوتره هم شامله ده، چې ډېرې مسابقې يې ګټلي دي او په ملي کچه هر ځل په مسابقو کې لومړى مقام ګټي.
 
دا ښځينه کوتره ده، چې هغه پرې د (کيم) نوم ايښى دى او تراوسه پورې دا د نړۍ تر ټولو ګرانبيه کوتره هم ګڼل کېږي.
 
تېره اونۍ چې کله دا کوتره بولۍ ته وړاندې شوه، نو په يو نيم ساعت کې په دې کوترې د ١.٣ ميليونه امريکايي ډالرو بولي ولګېده، خو دا بولي اوس هم روانه ده او ويل کېږي چې ښايي تر ١.٥ ميليونه امريکايي ډالرو پورې يې بولي لاړه شي، ځکه بولي به تر ١٥م نومبر پورې دوام وکړي.
 
د هوک وان ډي واور په وېنا، دا کوتره د کوترو د هغه نسل ده چې د چټکې يا تېزې الوتنې لپاره پېژندل کېږي. د يادولو وړ ده چې د دې کوترې د ساتنې لپاره نوموړي د امنيت ساتنې يو شرکت خدمات هم ترلاسه کړي دي، چې د دغه شرکت ساتونکي هر وخت د دې کوترې د ساتنې لپاره موجود وي.
عکس او مالومات د رویټرز نړیوالې رسنۍ څخه ژباړل شوي.