افغانستان کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې خپریدا او ویره شته خو د عامې روغتیا وزیر یې د اندیښنې وړ نه بولي

روهي ( درې نۍ / ۴ د لیندۍ)، په هیواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې خپرېدو سره د مبارزې لپاره د مرکز او ولایتونو روغتیایي مسؤلینو سره ناسته وشوه .
 

د عامې روغتیا  وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، په هېواد کې د کورونا ویروس دوهمې څپې خپروېدو مخنیوي او روغتیایي مرکزونو کې د اړینو تدابیر چمتوالي په پار د مرکز او ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو سره د وډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
 
په دې ناسته کې لومړی روغتیایي مسؤلینو په افغانستان او نړۍ کې د کورونا ویروس دوهمې څپې او اوسني حالت په اړه لنډ معلومات ورکړل او د خپلو ادارو په مشرۍ یې هیواد کې د کورونا ویروس دوهمې خپرېدو سره د مبارزې او چمتوالي په پار د وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ.
 

ډاکټر عثماني زیاته کړه؛ چې په هیواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې راتګ او اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ نه دی، دغه راز عثماني وویل: چې په پلازمینه او ولایتونو کې ټول روغتیايي مسؤلین مکلف دي، چې په هیواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې خپرېدو مخنیوي او مبارزې په پار لازم چمتوالی ونیسي. 
 

سربېره پردې، ډاکټرعثماني د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې ټولو روغتیایي مرکزونو تجهیز، د کوویډ - 19 پروژې د قراردادونو غزول، د کورونا ویروس ناروغانو د تشخیص ظرفیت لوړول، په مرکزي او ولایتي لابراتوارونو کې د تشخیصي توکو تجهیز او بشپړول، د څانګو ترمینځ لا همغږي او روغتیایي ادارو د کړنو څخه څارنې په اړه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 

دغه راز د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر د ولایتونو روغتیایي کار کونکو د معاشونو ژر تر ژره تادیه کولو او هغه خصوصي روغتیايي مرکزونه چې د کورونا ویروس غیر معیاري تشخیصیه معاینات ترسره کوي مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. ترڅو دغه روغتیایي مرکزونه د عامې روغتیا وزارت له تاکل شویو معیارونو سره سم روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي که نو له سر غړونکي سره به قانوني چلند وشي.
 

همدارنګه په دې ناسته کې، روغتیايي مسولینو د یاد شویو مسلو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه  وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت  مشرتابه سره یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.