وردګ ميدان ولايت کې ۴۰ ښځينه نرسانې له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغې شوې

د سويډن کمېټې په همکارۍ د ولایت په کچه څلورویشت ښځینه نرسانې د دوو کلونو روزنیز پرګرام وروسته داسې مهال فارغې شوې چې له دې وړاندې هم په دوو دورو کې (۶۳) خویندې فارغې شوي دي.
 
د میدان وردګو مرستیال والي انجنیر تاج محمد عمري د ښځينه نرسانو د درېيمې دورې په فراغت غونډه کې روغتيا پالانو، د دوی کورنیو او استادانو ته د دغه فراغت مبارکي وویله او زياته يې کړه: د روغتيا په برخه کې به ستاسو د خدمتونو ثمره ټولنې ته وړاندې کيږي او په دې سره به روغتيايي خدمتونه پیاوړي شي.
 
مرستیال والي له سویډن کمېټې مننه وکړه په روغتيايي برخه کې ټولنې ته لازم خدمتونه وړاندې کوي، فارغو شویو روغتيا پالانو سره يې د کاري فرصتونو برابرولو ژمنه وکړه. نوموړي دغه راز له نویو روغتيا پالانو وغوښتل له ناروغانو سره نېک چلند او غوره مسلکي خدمتونه وړاندې کړي.
 
د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمد سالم اصغرخېل او د سويډن کمېټې مشر شفیع الله شریفي روغتيا پالانې د روغتيا کورنۍ مهم غړي او د خدمت زېری یاد کړې.
 
بې وېيلو د نه وي د دغه روزنیز پرګرام لپاره خویندې د ولایت په کچه د اړتیا او نفوس له مخې له ولسوالیو څخه په شفافیت سره نیول شوي دي.