جینوا:  د بهرنیو چارو وزیر اتمر د سره صلیب نړیوالې کمیټې له ریس سره لیدلي

روهي ( درې نۍ / ۴ د لیندۍ)، جینوا - د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رئیس ښاغلي پيټر مورېر سره د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس په څنډه کې چې جینو کې قرار لري وکتل.
 
په پیل کې، د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رئیس څخه په افغانستان کې د یادې ادارې د بشردوستانه مرستو او بشرپالو خدمتونو له کبله مننه وکړه.
 
ښاغلي مورېر هم د افغانستان د سولې مذاکراتو په بریالیتوب باندې په ټينګار سره، د جګړې له فعالو ټولو ننګونو سربېره، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له خوا د خدمتونو د دوام له ژمنتیا ډاډ ورکړ.
 
په پای کې، ښاغلي مورېر، ښاغلي اتمر ته له افغانستان سره د دوامداره همکاریو برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ژمنتیا په اړه ډاډ ورکړ.