کور دې ولري، ښوونځي ته دې لاړ شي او خوبونه دې يې رېښتا شي؛ ماهېرا خان د افغان ماشومانو په حال وير کړی 

روهي (دوه نۍ/۳ د لېندۍ)، د ماهېرا خان په نوم يوې پاکستانۍ اداکارې هلته پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ماشومانو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او خواخوږي يې ور سرره ښوودلې ده.  

ماهېرا خان د خپل انسټګرام پر پاڼې لېکلي دي، "د بې ځايه شوي ماشومانو د ښې راتلونکي خوبونه د نړۍ د نورو ماشومانو له خوبونو توپير نه لري. دوی دې کور ولري، ښوونځي ته دې لاړ شي، کورنۍ دې ولري او سولې ته اړتيا لري چې خپل خوبونه په کې وګوري."

ماهېرا خان لېکلي دي چې زده کړې د ټولو ناخوالو د حل کيلي ده او د نړيوالې ټولنې له موخو څخه هم يوه بنسټيزه موخه همدا ده چې نړۍ کې د زده کړو کچې لوړې کړي. 

د افغانستان ۴۲ کلنې جګړې نه يوازې په افغانستان کې د افغان ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی، بلکې د نړۍ په هېوادونو کې يې هم کډوال افغان ماشومان د زده کړو، روغتيايي چوپړونو او نورو اسانيتاوو بې برخې کړې دي.