فراه کې د ګاز نیونې بلې پیښې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولي

روهي ( دوه نۍ / ۳ د لیندۍ)، د ‏فراه ښار کې یوې مور او ماشوم د ګازنیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
 
فراه کې د یوه خصوصي کلینیک مسؤول ډاکتر عابد صالح وایي چې  د یوې مور او یوه پنځه کلن ماشوم مړي چې ګاز نیولي دغه روغتون ته ور وړل شوي.
 
ډاکتر صالح وایي د دغه مور دوه نور ماشومان هم په کوما حالت کې ور وړل شوي دي.
 
تیره ورځ هم د پکتیا په مرکز ګردیز  کې د ګاز نیونې پیښه کې یو خاوند او ناوي هم د واده په اوله شپه خپل ژوند له لاسه ورکړی وه.
 
عامو خلکو پر ټولنیزو رسنیو عامه پوهاوی ترسره کړ خو لا هم غربت وهلي هیوادوال د کم مصرف او اړتیا وړ توکو نه درلودو له امله د ژمۍ په شپو کې له یادو شویو بخاریو څخه استفاده کوي چې د ژوند په بیه ورته تمامه شي.
 
مسولین وایي چې د ګاز لرونکو بخاریو څخه باید په ډیر اختیاط کار واخیستل شي او له ضرورت پرته باید له کوټې څخه د باندې کیښودل شي.