ینس استولتنبرګ: امريکا له افغانستان پوځيان نه باسي؛ پوځيان کموي 

روهي (دوه نۍ/۳ د لېندۍ)، د ناټو عمومي سرمنشي ینس استولتنبرګ پر دې ټېنګار کړی دی چې که چېرې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه په کم وخت کې بهر شي، نو د تېرو کالونو لاس ته روانې به لاسه ورکړو. 

ینس استولتنبرګ ويلي دي چې اوس مهال نه ده په کار چې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول افغانستان خوشی کړی  او که چېرې داسې وشي نو دا يوه د بېړې او ناسمه پرېکړه کېدای شي. 

د ناټو عمومي سرمنشي د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه ويلي دي چې امريکايي پوځيان افغانستان نه خوشی کوي بلکې ياد هېواد په افغانستان او عراق کې د خپلو پوځيانو شمېر راکموي. 

ینس استولتنبرګ ويلي دي چې راتلونکی کال د ناټو لپاره د سختې پرېکړې کال دی. د طالبانو او امريکايانو د هوکړې اړوند، بايد بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي خو که چېرې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پايلې ته ونه رسيږي نو مونږ به بيا د افغان حکومت په ملاتړ عملياتو کې برخه واخلو. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې که چېرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې کومې څرکندې پايلې ته سره ونه رسيږي او بهرني ځواکونه افغانستان خوشی کړي، نو د تېرو ۱۹ کالونو لاس ته راونې به نابود شي. 

افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د کموالو پرېکړې سره د ياد هېواد د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار هم سخت غبرګون ښوودلی. دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د شوي تړون پر بنسټ به امريکايي ځواکونه تر راتلونکو پنځو مياشتو له افغانستانه وځي.