مک‌ ماسټر: ټرمپ طالبانو ته د بريا پيغام ورکوي 

روهي (دوه نۍ/۳ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو د ملي امنيت پخواني سلاکار مک‌ ماسټر له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له ژر وتلو سره مخالفت ښوودلی دی او دا يې يوه نفرتي پرېکړه  يې بللې ده. 

مک‌م اسټر ويلي دي چې د ولسمشر ټرمپ هفه پرېکړه چې له افغانستانه به ژر خپل پوځيان وباسي، د طالبانو د بريا په مانا نه ده. دغه پخواني امريکايي چارواکي د ټرمپ دغه پرېکړه نفرت پارونکې بللې ده. نوموړي ويلي دي چې ولسمشر ټرمپ په دې سره طالبانو ته د بريا پيغام ورکوي. 

د متحدو ايالتو د ملي امنيت شورا سلاکار دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي، چې تازه د امريکا د دفاع مرستيال وزير ويلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال په جنوري يې کې به افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ۲۵۰۰ ته را کم شي.