روهي (دوه نۍ/۳ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال چې مياشت وړاندې يې د کابل امنیتي مسؤولیت په غاړه اخېستی، د کابل د امنيت په اړه پر له پسې ۳۳ ناسته کړې او يو شمېر مسايل په کې پرېکړه کړي.
امرالله صالح لېکلي دي چې د بې سندونو موټرونو موضوع جدي ده او تیره ورځ هم د پنځمې امنيتي حوزې له خوا يو شمېر موټرونه نېول شوي دي، خو د ولسي جرګې دوه غړو يې د خوشي کيدو په پار اړيکې نېولې. صالح لېکلي دي چې که چیرې يادو وکيلانو بيا دا ډول غوښتنې وکړې، نو غږونه به يې خپاره شي.
د ولسمشر لومړي مرستيال د هغه کسانو په اړه چې امنيتي ځواکونو کې دندې تر سره کوي او نومونه يې د غوښتل شوي مجرمينو په ډله کې راغلي دي لېکلي چې، د امنيتي ځواکونو ته په درناوي د دوی په منځ کې هم يو شمېر کسان په جنايي پېښو کې ښکېل دي، خو که چېرې دوی بې ګناه او مونږ يې انځورونه خپاره کړې وي، نو بښنې ته تيار يو.
صالح ويلي دي چې پر کابل د شوي راکټي بريدونو په اړه تر اوسه څه لاس ته راوړنه نشته، خو په دې برخه کې يې چارې ګړندۍ کړې دي.
صالح لېکلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل پوليسو د پام وړ لاس ته راوړنې درلودې، د موټرونو د غلا مخه يې نېولې او ځيني مجرمین نېول شوي دي. خو په ورته وخت کې دوه د موټرونو د غلا، دوه نښلونکي ماينونو چاودنې او ځينې نورې کوچنۍ جنایي پېښې واقع شوې دي.
همدا ډول نن هېواد له ۱۰ ولايتونو سره د امنيتي ميثاق په اړه د وېډیو کنفرانس له لارې ناسته تر سره شوې.
وروستي